احمد ولي هوتک په امریکا کې له افغان سفارته ډیر ګیله من دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په امریکا کې د افغانستان له سفارته ګېله من د افغانستان د فري فایټ لوبغاړی احمد ولی هوتک د خپل روسي سیال په وړاندې د سیالۍ لپاره پوره چمتووالی ښودلی او وایي چې ژر ده چې کابل ته به راستون شي.
احمد ولي هوتک په خپله فیسبوک پاڼه په ژوندۍ خبرو کې، امریکا کې د افغانستان له سفارته د ګېلو سره سره د خپلې راتلونکی سیالۍ لپاره د پوره چمتوالي خبر ورکړ.
هوتک وایي، په امریکا کې د افغانستان سفارت کارکوونکو نه یوازې دا چې ښه چلند یې ورسره نه دی کړی بلکې پر ده بې ځایه تورونه پورې کړي.
د فري فایټ دغه لوبغاړي په خپل ژوندۍ خبرو کې زیاته کړې چې غوښتل یې د امریکا څخه نیغ روسيې ته د خپل روسي سیال سره د سیال لپاره ولاړ شي، خو وایي نه یوازې دا چې ورسره یې په دغه برخه کې مرسته ونکړه بلکې پر ده یې بېځایه تورونه هم لګولي دي.
احمد ولي هوتک اوس مهال د خپل روسي سیال سره د سیالۍ د چمتوالي په موخه په امریکا کې په تمریناتو بوخت دی.
https://www.facebook.com/WaliHotak77/videos/1831820286932850/?__tn__=%2Cdl%2CP-R&eid=ARCvZQGbNEQUEvXq98tyVlsdaS2bE9HCv667MD15ItM17N3o4fbW6YaJAmzsV4GeysmsajvUfHZlkLcw
احمد ولي دغه راز خپلو مینوالو ته د خپلې راتلوونکي سیالۍ په باره کې معلومات ورکړل.
هغه وویل؛ راتلوونکي سیالۍ یې په روسيې کې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۹ نېټه ده خو دا چې په امریکا کې د افغانستان سفارت ورته نیغ په نیغ روسيې ته د تګ زمینه برابره نه کړه نو به د راتلوونکي شنبې ورځ کابل ته راځي او له کابله بیا د اکټوبر په ۱۵ بېرته روسيې هېواد ته ولاړ شي.
هوتک وایي نه یوازې دا چې سفارت ورسره مرسته ونکړه پر ده یې په امریکا کې د پناه غوښتنې او د امکاناتو د غوښتنې تورونه پورې کړي دي.
نوموړي د افغان سفارت پر کارکوونکو سختي نیوکي وکړي او په خبره یې ټول تعصب پالي، په سفارت کې د کار کولو وړتیا نه لري، یوازې په واسطو ټاکل شوي او د زیاتره افغانانو کارونه د دې پر ځای چې اسانه کړي ورته لا مشکلات پیدا کوي.
هوتک د یو ساعت څخه زیات په خپل فیسبوک پاڼه په ژوندۍ بڼه خبرې وکړې او د خپلو مینوالو په زرګونه کمنټونو ته یې ځوابونه وویل.
د فري فایټ دغه افغان اتل لوبغاړي خپلو مینوالو ته په خبرو کې وویل چې په خپلو نیمګړتیاؤ یې کار کړی او ان شاء الله چې راتلوونکی سیالۍ به یې د تېر په وړاندې متفاوتې وي.
دغه راز زیاته یې کړه، که په امریکا کې ولسمشر وټاکل شي نو قبولۍ ته به زړه ښه نه کړي او د خپل هېواد یو موټی خاوره به په ټول جهان ورنکړي.
هوتک وویل؛ نه غواړي په سیاست کې خبري وکړي او نه یې لا هم په سیاست کې د ورګډیدو ته زړه ښه کړی او د ده لپاره سیاست د ده د فري فایټ میدان، تمرین او د تمرین دست کشي دي.
احمد ولي هوتک وایي، د پاکستاني حریفانو په وړاندې د پوره جذبي نه لوبه کړې او هغوی ته یې خپل افغاني غرور ښودلی او همدا راز ایراني سیالانو ته هم.
دغه لوبغاړي، خپلو مینوالو ته د نورو زیاتو لوبو د کولو زیری ورکړ او په خبره یې له دې وروسته به یې بله لوبه په متحده عربي اماراتو کې وي، چې تر هغې وروسته به د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم سیالۍ وکړي.
نوموړي تر اخره په خپله ویډیو کې د خپل روسي سیال نوم وانخیسته، خو په خبره یې ډېر ژر به یې ویډیو ګانې پر خپله پاڼه خپرې کړي.
ده په خپله ویډیو کې د فریټ فایټ خپلو مینوالو ته ډاډ ورکړی چې د خپل قوي روسي سیال سره به یې سیالي نه یوازې دا چې یو طرفه نه وي بلکې د ګټلو پوره هڅه به وکړي.