د احمدشاه بابا کنډواله کور – انځورونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: محمدصابر حمیدي

لوی امپراطور احمدشاه بابا او د افغانستان بنسټګر، چې د امپراتورۍ لمن یې نږدې ۳۰۰ کاله مخکې د سویلي لوري څخه تر هنده، لوېدیځ خوا ته تر اصفهانه او د شمال خواته یې بیا تر بخارا پورې غځولې.
خو اوس یې په کور کې څوک نه اوسېږي او کور یې د مسوولینو او چارواکو د بې غورۍ له امله په بشپړ ډول په کنډواله بدل شوی.
WhatsApp Image 2020 04 28 at 12.49.45 PM د احمدشاه بابا کنډواله کور - انځورونه
د لوی امپراتور احمدشاه بابا کور د کندهار ښار د لومړي سمت اړوند د سدوزو په کوڅه کې موقیعت لري.
د معلوماتو له مخې دا کور خپله د بابا په لارښوونه په ۱۱۷۲ کې د فني او تخصوصي کارګرانو په مټ په بخارايي بڼه جوړ شوی.
خو د هغه تاریخي کور، چې په شاوخوا شپږ زره متره کې يې څو ودانۍ جوړې دي، په تېرو شلو کلونو کې هېڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.
دغه کور، چې څه کم درې سوه کاله تاریخي مخینه لري، نهه میاشتې مخکې استملاک شو او اوس يې کندهار ښاروالۍ ساتنه کوي، خو د دولت د بې غورۍ له امله په کنډوالو بدل شوی.
WhatsApp Image 2020 04 28 at 12.49.51 PM د احمدشاه بابا کنډواله کور - انځورونه
د دغه کور زیاتي برخې له تخریب وروسته، د بابا د لمسیانو لخوا په سيمنټو ترمیم شوي، خو نورې ودانۍ يې بشپړل نړول شوي دوکانونه او عصري کورونه پرې جوړ شوي.
خو خبره دلته ده، چې د قاتلینو، فاسدینو او تش په نامه اتلانو مقبرې وځلول شوې او میلیارډونه ډالره پرې مصرف شوې، خو د لوی امپراطور احمدشاه بابا کور په دې خراب وضیعت کې دی.
تر اوسه نه ولایتي او نه هم مرکزي ادارې په دې تړاو څه ویلي دي.
WhatsApp Image 2020 04 28 at 12.49.47 PM د احمدشاه بابا کنډواله کور - انځورونهWhatsApp Image 2020 04 28 at 12.49.52 PM د احمدشاه بابا کنډواله کور - انځورونهWhatsApp Image 2020 04 28 at 12.49.56 PM د احمدشاه بابا کنډواله کور - انځورونه