له خوراک سمدستي وروسته دا کارونه خطرناک دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

ژباړه: مریم محمدي
سیګرټ مه څښئ
سګرټ خو هر وخت بد دی، خو څیړونو ښودلې چې له خوراک وروسته د یو سیګرټ څښلو تاوان د لسو سیګرټو له څښلو سره مساوي دی.
تازه میوه مه خورئ
له خوړو وروسته د میوې خوړل د دې لامل کیږي چې، له خوړو سره یو ځای په معده کې پاتې شي، یعني د تازه میوو ګټور مواد په کلمو کې نه جذبیږي، چې په معده چې فاسد کیږي، د همدې لپاره سپارښتنه کیږي، له خوړو یو ساعت وروسته باید تازه میوه وخوړل شي.
چای مه څښئ
چای کې په ډېره اندازه اسیدونه شته، که له خوړو ورسته وڅښل شي، نو د دې اسیدونو حجم لا پسې ډيریږي او په خپل ځای پاتې کیږي، نه جذبیږي.
کمربند مه سستوئ
که چیرې له کمر بند (ملا بند) نه استفاده کوئ نو د خوراک په وخت کې یې مه سستوئ، ځکه دا ددې لامل کیږي چې، ډير خواړه وخورئ، دا هم د روغتیا لپاره زیان لري.
حمام مه کوئ
له خوراک وروسته حمام کول، په لاسونو، پښو او د بدن په نورو برخو کې د وینې جریان ګړندی کوي، خو په معده کې یې جریان سستیږي، چې دا حالت د هضم په سیستم بده اغیزه لري.
خوب مه کوئ
ځیني خلک له غرمې ډوډۍ وروسته عادت لري، چې ویده شي یاهم د شپې ډوډۍ ناوخته خوري بیا زر ورپسې ویده کیږي، له خوړو وروسته خوب کول هم د دې سبب کیږي چې معده خواړه په سم ډول نه هضموي، دا کار هم د معدې د زخم ناروغۍ پیدا کوي.
سرچینه: اندیشه های نوین