د افغانستان ځیرک او تکړه توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې څو ورځې وړاندې په استرالیا کې په کرونا اخته شوی و، اوس بېرته رغیدلی او بېګ باش لیګ کې د ۲۰۲۰ کال په خپله لومړۍ لوبه کې ولوبېد.
هغه په دې لوبه کې د برېسبین په ملاتړ توپ اچونه وکړه، چې په ۴ اورونوکې یې ۲۷ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخېسته.
د دوی لوبډلې په دې لوبه کې د لوبډلمشر کرېس لیین د ۶۹ منډو په مرسته ۱۷۸ منډې وکړې.
خو هدف ترې د سېډني تندر لوبډلې په نولسم اوور کې پوره کړ او بریسبین هیټ ته یې په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
دې لوبه کې الراونډر ډانېیل سیمس په ۲۵ توپونو ۶۵ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزې اخیستلو سربېره یې لوبډله په لومړۍ بریا ونازوله.
مجیب الرحمن او کرونا
وړمه جمعه د بریسبین هیټ لوبډلې راپور ورکړی و، چې د دوی تکړه افغان بالر مجیب الرحمن کرونا شوی او ټېسټ یې مثبت ختلی دی.
د دې لوبډلې د رهبرۍ غړو ویلي و، چې هغه ګولډ کاسټ په نامه روغتون ته رسولی او تر تجرید لاندې یې نیولی دی.
خو له کابو ۱۲ ورځو وروسته نوموړی بېرته رغیدلی او د خپلې لوبډلې ملاتړی شو.
مجیب الرحمن له ۲۰۱۸ کال راهیسې له هیټ لوبډلې سره لوبېږي او خورا ښه توپ اچونه کوي.
هغه تېر کال په همدې لیګ کې په راشدخان شپږیزه او څلوریزه هم وهلې وه.
د اسټرالیا بېګ باش کرکټ لیګ کې د مجیب الرحمن دې اړوند لوبډلې دوه لوبې کړي او دواړه یې بایللي دي.
د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې تر دې دمه راشدخان هم یوه لوبه کې لوبېدلی او ښایي راتلونکو لوبو کې نوراحمد لکڼوال، محمد نبي عیسی خېل او ظاهرخان پکتین هم ولوبېږي.