افتاب عالم د ځان په اړه د کریک انفو راپور بې بنیاده او درواغ بللی

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي چټک توپ اچونکی افتاب عالم په نړیوال جام کي د افغان لوبډلي سره مل وو چي په ناڅاپي توګه له یادو سېالیو څخه بهر او هیواد ته راستون سو چي د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ نړیوالي شورا د نړیوال جام څخه د هغه د بهر کېدو لامل انظباطي سرغړونه ښودلې وه .
تیره ورځ د کرکټ پېژندل سوي ویب پاڼې کرېک انفو په یوه راپور د نړیوال جام څخه د افتاب عالم د لیري کېدو لامل روښانه کړی وو چي د یاد راپور پر اساس نوموړي د سوتهمپټن ښار په هغه هوټل کي چي لوبډله اوسېدله، له یوې میلمنې انجلۍ سره ناسم چلند کړی چي د نړیوال جام څخه د هغه د بهر کېدو لامل سوي.
کریک انفو په خپل راپور کي د پورته ادعا تر څنګ ویلي چي نوموړی د هند او پاکستان تر منځ د لوبي د نندارې لپاره د خپلو ملګرو سره یو ځای د میلمنو د ځایناستي خاص اطاق ته هم داخل سوی وو او دا هر څه یې د وي ای پي کارډ په مرسته کړي وه چي وروسته د پولیس له لوري له هغه ځای څخه ایستل سوی وو.
نن افتاب عالم په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ سره د کرېک انفو پورته ادعاوي بې بنیاده او دروغ وګڼلي .
افتاب لیکلي :
” نن مي په کرېک انفو کي یوه لیکنه ولیده چي زما په اړه پکي راپور جوړ سوی وو ، زه خپلو ټولو هیوادوالو او مینوالو ته ډاډ ورکوم چي نننی راپور بې بنیاده او دروغ دی .
زه به ډېر ژر خپل دریځ د کرکټ بورډ د ډیسپلین کمېتې په اجازه روښانه کړم. “
نوموړي همدا راز په خپل پوسټ کي له خپلو مینوالو غوښتي چي په دا ډول بې بنیادو خبرو باور ونکړي.
د جولای پر پنځمه نېته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي لوبډلمشر ګلبدین نایب د یوې مرکې پر مهال د افتاب د بهر کېدو لامل بغیر له اجازي څخه د خپلو دوستانو کړه تګ او شپه تېرول ښودلي وه .
بلخوا دلته په هیواد کي د افتاب په اړه خلګو بیلابیل څه وویل چي ځیني یې ان د لیکلو ندي او ډیری لا هم ددې په هڅه کي دي چي تر څو حقیقت ومومي شاید د افتاب د نن پوسټ هغوی ته د ډاډ یو سبب جوړ سي.
افغان کرکټ مینوال او ددې لوبي مبصرین په دې نظر دي چي لوبغاړي د یو هیواد استازیتوب کوي او پر همدې بنسټ دوی اړ دي چي پر خپلو کړنو او خبرو کنترول ولري او پرې نږدي چي د دوی په اړه یې کومه خبره هیواد ته راجع سي ، خپله کفتان نایب هم په خپله وروستۍ مرکه کي ویلي وو چي لوبغاړي باید د ځان او هیواد نوم ته پام وکړي.
دا مهال د افغانستان کرکټ بورډ د افتاب عالم د قضیې د څېړلو لپاره درې کسیزه هیئت ټاکلی تر څو د نوموړي قصیه په یوه اونۍ کي وڅېړي او د خپلو څېړنو نتایج کرکټ بورډ ته وړاندي کړي.