د شاهد افریدي بل برید؛ ګاتم ګمبیر بې وقوف انسان دی

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

لیکنه: بهار سمسور
وروسته له هغې چې شاهد افریدي په ګېم چېنجر (لوبه تغیرونکي) نومي کتاب کې د خپل شخصي او لوبیز ژوند پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او په یوه برخه کې یې د هندي پخواني پیلیز لوبغاړي ګاتم ګمبیر په اړه منفي نظر ورکړ، چې دی یو بې ارزښته څوک دی، د دواړو تر منځ لفظي نندرۍ راپورته شوې.
ګمبیر پر خپل ټوېټر ولیکل شاهد افریدي عصابي ناروغ دی؛ چې باید د ځان علاج وکړي.

دا خبره تر غټو رسنیو هم ولاړه، هندی رسنیو د ګمبیر سره یو ځای سنګر ونیوه، او له افریدي سره یې جګړه پیل کړه.
خو د نیوز چاینل په نوم بلې رسنۍ بیا له افریدي څخه په یوه ځانګړې مرکه کې د ګمبیر او د ده تر منځ د ستونزې علت وپوښته؛ چې افریدي بیا هم د خپلو خبرو تکرار وکړ.
سرکل اف کریکټ ویبپاڼې د هندي ګاتم ګمبیر له خولې لیکلي هند به په نړیوال جام کې له پاکستان سره لوبه ونه کړي، او باید همداسې وکړي؛ خو دا خبره د هغه وخت خبره هم ده کله چې په پلوامه کې پر هندي پوځ خونړی برید وشو چې پکې هندي پوځ ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
له دې برید وروسته یو ځل بیا د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي سخت خراب شول چې هندي کریکټ لوبغاړو هم پرې توند غبرګونونه وښودل.
اوس تازه هندي او پاکستاني سپورت رسنیو یو ځل بیا د ګمبیر او افریدي لفظي شخړه ګرمه کړې او د افریدي له خولې ویل شوي دي « ګمبیر یو بې وقوف انسان دی ».
د افریدي دا خبرې هندي رسنیو پر بېلابېل شکل تعبیر او خپرې کړي دي، خو تر اوسه د ګمبیر له لوري د افریدي دې دریم ګزار ته نه پر خواله رسنیو او نه هم په ټولییزو رسنیو، کوم غبرګون ښودلی دی.

د افریدي او ګمبیر تر منځ ستونزه له ډېر پخوا او د کریکټ له لوبغالي سرچینه اخلي؛ چې هلته د دواړو هېوادونو تر منځ په یوه لوبه کې د ګمبیر او افریدي تر منځ لفظي شخړه رامنځ ته شوه او د دواړو تر منځ د یو بل خلاف پوچ الفاظ هم وکارول شول.