لیکنه: محمدصابر حمیدي
د ایسفاین کریک انفو سره په خبرو کې د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني نامتو لوبغاړي شاهد افریدي ویلې، چې ممکن یو یا دوه کلونه نور هم کرکټ ته دوام ورکړې.
افریدي ویلې، ښه دا ده، چې زه اوس هم د خپل کرکټ څخه خوند اخلم.
هغه زیاته کړه:
‹‹تل مي هڅه دا وي چې مینوال مې مایوسه نه کړم. ښه دا ده، چې زه اوس هم د خپل کرکټ څخه خوند اخلم. اوس هم د کرکټ او د دې لوبې د مینوالو زیات علاقمند یم. مینوال غواړي ما د کرکټ کولو په حال کي وویني، نو په همدې اساس له خپلو مینوالو سره مینه لرم او ممکن یو او دوه کلونه نور کرکټ ته دوام ورکړم.››
https://www.facebook.com/18429207554/posts/10157905694742555/
د شاهد افریدي لوبې
د پاکستان دې نامتو لوبغاړي د خپلې ملې لوبډلې لپاره د ۱۹۹۶م څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پورې کرکټ وکړ.
افریدي لومړنۍ ټیسټ لوبه په ۱۹۹۸، لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۱۹۹۶ او لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې بیا په ۲۰۰۶م کال کې ترسره کړه.
د دې ترڅنګ هغه وروستۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۰، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۱۵ او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې بیا په ۲۰۱۸م کال کې ترسره کړه.
دې نامتو لوبغاړي د پاکستان لپاره ۲۷ ټیسټ، ۳۹۸ یو ورځنۍ او ۹۹ بیا شل اوریزه لوبې کړې دي.
افریدي په ټیسټ لوبو کې ۱۷۱۶ منډې او ۴۸ ویکټې، په یو ورځنیو لوبو کې ۸۰۶۴ منډې او ۳۹۵ ویکټې او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۱۴۱۶ منډې او ۹۸ ویکټې اخیستې دي.