د نوین الحق غوره توپ اچوونه او د پاکستاني ناسم چلند

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د سریلانکا سوداګریزو رکرکټ لوبو ۶ مه لوبه د کنډي ټسکرز او ګال ګلېډېئټرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
په دې لوبه کې ټسکرز لوبډلې ۱۹۴ منډې کړې وې، چې رحمان الله ګربز پکې ۱۹ منډې وکړې او په پاکستاني محمد عامر یې یوه څلوریزه په دویم اوورکې ووهله.
لوبه تر وروستي اوور ورسېده.
وروستی اوور افغان ځوان او ماهر توپ اچوونکي نوین الحق ترسره کړ.
په دغه اوور کې زیاتې منډې پاتې وې او پاکستانی محمد عامر په سټرایک ولاړ و.
نوین الحق لومړی توپ وکړ او محمد عامر د لانګ ان پر سر شپږیزه کړ.
ورپسې دوه توپونه د نوین الحق لخوا خطرناک وو او محمد عامر ونه توانېد، چې بونډریانې راولي په څلورم توپ هغه د شاټ هڅه وکړه او یواځې یوه منډه راغله.
دا مهال محمد عامر له ځان سره کنځلې وکړې او موخه ترې د نوین الحق توهینول وو.
په ویډیو کې ښکاري، چې نوین الحق لوبڅار ته شکایت وکړ او وروسته توپونه نوین الحق مِس کړل.
په دې ډول لوبه په ۲۵ منډو ټسکرز لوبډلې وګټله او محمد عامر دې ماته وخوړه.
دا د شاهد افریدي د لوبډلې ګال ګلېډېئټرز درېیمه ماته او د ټسکرز چې رحمان الله ګربز او نوین الحق ورسره لوبېږي، لومړۍ بریا وه.

د لوبې له خلاصېدو وروسته بیا هم نوین الحق عادي وو، خو د محمد عامر اوړو شګه برېښېدله.
له دې وروسته شاهد افریدی هم په نوین الحق غوسه شوی او دا چې هلته یې څه سره ویلي، د ویډیو غږ نه اورېدل کېږي.
 

لوبې او د لوبغاړو اخلاق

لوبغاړي باید د ورزش اخلاق مراعت کړي او اخلاق په ورزش کې مهمه برخه ده، هغه لوبغاړي چې اخلاق نه لري که څومره تکړه هم شي، بیا نو د کرکټ نړیوالې شورا، د کرکټ بورډونو او نورو بنسټونو نه دی پکار.
د کرکټ نړیواله شورا، کرکټ بورډونونه او د ورزش بنسټونه د اخلاقو کوډونه لري او باید لوبغاړي یې اصول مراعت کړي.
ځېنې وختونه لوبغاړي جرمانه کېږي او د بد سلوک له وجې له بندیزونو سره هم مخ کېږي.
 
dss.JPG
۔
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.