ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
بريالیتوب، قدرت او یا هر ښه څیز ته په دې دنیا کي رسېدل د زیاتو انسانانو ګډه هیله ده ولي ددې سره اوس هم ډېر انسانان د مالي، فکري او روحي لحاظه وړ او مناسب حالت نه لري. په کومه دنیا کښي چي موږ انسانان اوسيږو، بریالیتوب ته د رسېدو ډېر فرصتونه سته مګر درېغه چي ډېر لږ کسان توانيږي له دې فرصتونو څخه صحیح استفاده وکړي. متاسفانه انسانان په خوب او خيال کي بریالیتوب ته د رسېدو سوچ لري، نه دا چي وغواړي بریالیتوب ته د رسېدو په موخه حرکت وکړي. هغه حقيقت چي هر انسان باید بريالیتوب ته د رسېدو په موخه ورته توجه وکړي، دا دئ چي نه خو بريالیتوب ته په خوب او خيال او نه هم په ناڅرګند ډول رسيږي او نه هم په ورته شکل خپل بريالیتوبونه له لاسه ورکوي. دا موضوع ددې ښکارندوی ده چي بريالیتوب ته د رسېدو په موخه مرحلې سته او یوازي هغه کسان چي له دې حقيقته خبر وي؛ کولای سي د بريالیتوب لوړو څوکو ته و رسيږي.
د نړۍ د ډیرو بریالیو کسانو په ژوند کښي د لږ تحقیق او څېړني په مرسته کولای سو دې پایلي ته ورسیږو چي هلي ځلي او سخت کوښښ کول د ټولو بریالیو انسانان ګډه ځانګړنه ده چي تر ننه د ځمکي پرمخ اوسېدلي دي او لا هم اوسيږي. که د نړۍ د ډیرو کامیابو انسانانو ژوندونه مطالعه کړئ پوه به سئ چي په پیل کښي دوی هم کډه په شا انسانانو ته ورته ول مګر په ورته وخت کښي د سترو افکارو څښتنان ول. پر دې اساس که تاسي هم غواړئ بريالیتوب ته ورسېږئ (دا په دې پوري تړلې ده چي ستاسي له پاره بریالیتوب څشي دئ) باید ستاسي د ذهنیت جنس له مثبتو او راتلونکي ته خوشبینه افکارو څخه وي چي وکولای سئ په ډېره لېوالتیا سره بریالیتوب ته د رسېدو پر یوې مناسبي لاري موندلو توانا سئ. هرچا له صفر څخه پیل کړی دئ او سره له دې، شونې ده دغسي یو ذهنیت په تاسو کښي ایجاد سوی وي چي حتا سره له دې چي مثبت ذهنیت لرئ مګر د منابعو او لازمه امکاناتو د کمبود په وجه نسی کولای خپلو موخو ته ورسېږئ. مه هېروئ چي ټولو بریالیو کسانو هم په پیل کښي تاسي ته ورته حالت درلودی مګر سره له دې و توانېدل چي په ډېر کوښښ او مناسبو افکارو او اهدافو درلودلو سره، خپلو موخو ته ورسيږي. د اصولو له مخي هغه انسان چي په خپل ذهن کښي قاطع موخه لري چي باید ورته ورسيږي هیڅکله هم د محدودیتونو فکر نه کوي. یوازينۍ منبع چي بریالیو کسانو ورڅخه استفاده کوي؛ ذهن دئ.
دا چي دا انسانان پوهيږي د انسان مغز د نوموړي له افکارو سره جوړيږي، همېشه د خپل ذهن سره د دوستۍ په موخه بهترین افکار غوره کوي. که تاسي خپل ځان ته د یوه بریالي کس په سترګه وګورئ، موخي ته درسېدو له پاره ذهن ستاسي دروني قدرت له هغه حالت سره چي ستاسي خوښږي، همږغی کوي، مګر که ستاسي افکار او تصورات پر خپل ځان باندي وي تر دې چي که ښې منابع هم ولرئ، ډېر ژر به هرڅه له لاسه ورکړئ. متاسفانه چي زیات انسانان پر دې باور دي چي محدودیت، د انسانانو د سنجش او فکر معیار دئ، په داسي حال کښي چي د انسانانو د سنجش واقعي معیار، هغه افکار دي چي دوی ئې په خپل ذهن کښي لري.
هيڅکله د” اوس ناوخته سوی دئ “ خبره مه کوئ. کله چي یو انسان بل انسان ته، هدف ته د رسېدو په موخه دعوت ورکوي، معمولاً دغه ډول ځواب اوري چي:” اوس ډېر ناوخته سوی دئ “ . د” اوس ډېر ناوخته سوی دئ “ عبارت د هغو انسانانو ځواب دئ چي پر خپلو ذهنونو تسلط نه لري. څوک چي پر خپل ذهن تسلط لري؛ او د خپل فکر څښتن وي هیڅکله د منابعو کمبود، زوړ والی یا… په اړه فکر نه کوي. بلخوا، پر دې فکر کوي چي له کومي لاري باید بریالیتوب ته ورسيږي. څوک چي پر خپل ذهن تسلط نه لري؛ د خپل فکر څښتن نه وي که شپه و ورځ د بریالیتوب ترلاسه کولو په موخه هڅي کوي؛ هیڅ وخت خپلو موخو ته نه رسيږي.
که یو کس غواړي چي بریالیتوب ته ورسږي باید جوخت پر بریالیتوب باندي باور ولري. ددې ترڅنګ باید تاسي پوه سئ چي څشي غواړئ او د څشي په تلاښ کي یاست، بیا کولای سئ چي بریالیتوب ته ورسېږئ. مه هېروئ چي هیڅکله بې زحمته راحت نسته.
بريالیتوب ته د رسېدو په موخه باید د هغه قیمت ورکړئ – داقیمت د هغه څه په مقابل کښي چي تر لاسه کوی ئې؛ ډېر ناڅیز دئ. له نن څخه ئې پیل کړئ بریالیتوب ته درسېدو په موخه باید له همدا نن څخه پیل وکړئ او د هري یوې لحظې او د ژوند د هر یوه کوچني فرصت په ارزښت پوه سئ. هغوی چي بریالیتوب ته د رسېدو په موخه د خارق العاده شېبو انتظار کوي هیڅکله نه ورته رسيږي. مه هېروئ چي فرصتونه همېشه په ټولنه کښي د انسان د ماتي او یا راګیرېدو سره تړلي دي. نو مه ئې هېروی چي کوم وخت په ژوند کښي د ستونزي سره مخامخ کېږئ، په خلاصو سترګو خپل شاوخوا ته وګورئ ترڅو وکولای سئ هغه بریالیتوب چي ستاسي په شاوخوا کښي پټ سوی؛ پیداکړی. یو ایټالوي متل دئ:” څوک چي د وخت په انتظار پاتيږي وخت له لاسه ورکوي. “ -، یو څه ته د رسېدو په موخه د هغه د راتلو په انتظار مه کښېنئ، په هغه پسي ولاړ سئ. په خلاصو سترګو ستاسي له څنګ څخه د تېرېدونکو لحظو څارونکي اوسئ. که اراده شتون ولري، سته داسي لار چي بریالیتوب ته درسېدو په موخه باید خپلي هڅي او خپل کوښښونه لا زیات کړئ.
دا مهمه نه ده چي تاسي په کوم سن و سال کښي یاست. د” اوس ناوخته سوی دئ “ مسموم سوی تفکر له ځانونو څخه لیري کړئ ترڅو تاسي ته معلومه او ثابته سي چي که څوک په ځان کښي اراده ولري همېشه یوه لاره شتون لري. هڅه او مناسبه تګلاره یوازيني هغه څه دي چي تاسي ورته اړتیا لرئ. همېشه ځانو ته ور په یاد کړئ چي بریالیتوب د هغو په برخه دئ چي بریالی ذهنیت لري او ماتي د هغو کسانو په پېڅه وي چي بې اعتنا اجازه ورکوي د ماتي او شکست ذهنیت په دوی کښي نفوذ وکړي. له دې تفکر څخه د استفادې یوه له مثبتو ځانګړنو څخه دا ده چي کله پر هغه باندي تسلط پيداکوئ او همېشه ورڅخه استفاده کوی، بې ارادې ځان بريالیتوب ته د رسېدو په لاره کښي د حرکت په حال کښي وینی. دغه وخت دئ چي بریالیتوب تاسي په خپل ټول وجود سره تاسي ته لاره کوي او حیرانېږئ چي په دا څو کلونو کښي چیري وو! هیڅ وخت د خپلو احساساتو فریب و نه خورئ.
یوه ورځ شاګرد د خپل استاد لیدو ته ولاړی او ورته وئې ويل:” د حواسو د تمرکز توانايي نه لرم او نه سم کولای چي کارونه مي په سمه توګه ترسره کړم. “ -، استاد ئې په ځواب کښي وویل:” تېريږي، هیڅ وخت حال ته توجه مه کوه او خپل کوښښ ته دوام ورکړه. “ -، څنګه چي ورته نغوته وسوه، بریالیتوب ته رسېدل د چانس او طالع له لاري شوني نه دي او پر له پسې تلاښ او کوښښ ته اړتیا لري.
په حقيقت کښي کله چي بریالیتوب ته رسېدلي هم یوو باید د ساتني په موخه ئې کوښښ وکړو، کنه ډېر ژر به ئې له لاسه ورکړو.