د ملې لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی اوس زندان کې دی!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی شېرمحمد ناصري د څلورو کلونو راهیسې د څرخي پله په زندان کي بندي دی.
یاران uncategorized 944 د ملې لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی اوس زندان کې دی!
د پژواک خبري اژانس د راپور له مخي شېر محمد ناصري د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی وو، چې اوس په څرخي پله زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.
یاران uncategorized 941 د ملې لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی اوس زندان کې دی!
راپور کې راځي، چې تېر کال د ښاغلي ناصري سره د ملې لوبډلې دوو تنو تکړه لوبغاړو محمدنبي عیسی خېل او نجیب الله ځدران هم کتلي وه، خو دا لیدنه یې د خلاصون لپاره کومه مثبته ګټه ونه رسوله.
یاران uncategorized 943 د ملې لوبډلې یو پخوانی لوبغاړی اوس زندان کې دی!
دا چې ولې هغه بندي دی تراوسه یې په اړه معلومات نشته.
خو پر ټولنیزو رسنیو یو شمېر هیوادوال وايي شېرمحمد ناصري ته د یوې دسیسې له مخې ورته قضیه جوړه شوې وه او بې ګناه زندان ته اچول شوی.
د کرکټ مینوال له افغان حکومته غواړي، چې په دې تړاو پلټني وکړي او له انصافه کار واخلي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.