
لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې اعلامیه کي راغلې، چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره په پام کي لري، تر څو د کمال خان بند د پرانیستې په ویاړ د ملې لوبغاړو ترمنځ یوه شل اوریزه لوبه ترسره کړې.
اعلامیه کي ویل شوي، چې دا لوبه راتلونکې جمعې ورځ ماپښين مهال د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیلیږي، چې پر مهال به یې ګڼ نندارچیان هم په لوبغالي کي حضور ولري.
یوه لوبډله د کمال خان بند جوړونکې او بله د کمال خان بند ساتونکې په نوم نومول شوې، چې د کمال خان بند جوړونکې لوبډلې لوبډلمشري اصغر افغان او د کمال خان بند ساتونکې لوبډلې لوبډلمشري بیا ګلبدین نایب کوي.
د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون به دا لوبه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.