
افغان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تېر کال پر همدې ورځ د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ولوبېده، چې افغانستان د بنګلهدېش څخه په ۶۲ منډو توپير ماتې وخوړه.
په یاده لوبه کې لومړی بنګلهدېش توپوهنه وکړه. د دې هېواد لوبغاړو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو سره افغانستان ته د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
کله چې افغان کرکټ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۴۷ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۰۰ منډې جوړې کړې او په دې سره یې د ۶۲ منډو په توپير د بنګلهدېش څخه ماتې وخوړه.
د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې دا د افغان کرکټ ملي لوبډلې ۷مه لوبه وه، چې تر دې مخکې یې اسټرالیا، سریلانکا، نیوزیلینډ، سویلي افریقا، انګلستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ته لوبې بایللې وې.
له هغه وروسته افغان کرکټ ټیم خپلې وروستنۍ دوې لوبې پاکستان، او ویسټ انډيز ته هم وبایللې.
افغان کرکیټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپلې ۹ واړه درلودونکې لوبې وبایللې.