افغانستان د ایرلینډ سره تر سریز وروسته څه ترلاسه کړل؟

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

لیکنه: فضل الله فضلي
افغانستان په یو ډېر مهم وخت کي او له ډېري اوږدې رخصتۍ وروسته د ایرلینډ پر وړاندي ولوبېدئ.
شاوخوا لس میاشتي وروسته افغان کرکیټ لوبډلي نړیوالي سیالۍ ترسره کړې او خپل قوي سیال ته یې پرلپسې ماتي ورکړې او لوبلړۍ يې ځني وګټل.
دا درې یو ورځنۍ لوبي وې او د ۲۰۲۳م کال د پنځوس اوریز نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلي د سوپر لیګ پړاو لومړی سریز وو، چي وې وګټئ.

خو ددې سریز او لوبو په ګټلو سره افغان لوبډلي څه ترلاسه کړل؟

۱- افغانستان د نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ لومړی سریز وګټئ.
۲-  افغان لوبډلي ایرلینډ درې پر صفر وایټ واش او کلین سویپ کړ.
۳- د سریز او درو لوبو په ګټلو سره افغان لوبډلي ۳۰ نمرې ترلاسه کړې.
۴- افغان لوبډله د نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ لوبو په جدول کي څلورم مقام ته راپورته سو او قوي هند، پاکستان او ویسټ انډیز يې شاته پرېښودل.
۵- ددې سریز جام (کپ) او ټول امتیازات د لکونو افغانیو سره افغان لوبډلي ترلاسه کړل.
۶- د یوې بشپړي لوبډلي په حيث افغان لوبډلي د کرکیټ د لویو هیوادونو لپاره د خطر زنګ وواهه.
۷- په یاد سریز کي افغان لوبغاړو په خاص ډول د رحمن الله ګربز لخوا پښتو ویل او د کرکیټ نړیوالي شورا لخوا په پښتو لیکني، پښتو د اعتبار او نړیوال توب خواته ور نږدې کړل.
۸- په یو ورځنیو لوبو کي افغان لوبډلي نوی او ځوان ویکیټ ساتونکی او یو بشپړ خطرناک پیلیز لوبغاړی (رحمن الله ګربز) پیدا کړ.
۹- افغان لوبډلي غوره لوبي وکړې او لوبغاړو ښه اخلاق ثابت کړل.
۱۰- له شاوخوا لسو میاشتو ځنډ وروسته له جنګه ستړو افغانانو د یوې لويي خوشحالۍ څکه وکتل.