لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ نن پيل شوه، چې په لومړۍ لوبه کې افغانستان په ۴۸ منډو زیمبابې لوبډلې ته ماته ورکړه.
د یادي لوبې بشپړ حال
لومړی توپوهنه افغانستان وکړه، افغان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۹۸ منډې وکړې او زیمبابې لوبډلې ته یې د ۱۹۹ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز ۸۷، اصغر افغان ۵۵ او کریم جنت ۲۶ منډې جوړې کړې.
د زیمبابې لپاره ریچارډ نګاروا او بلېسینګ موزریباني دوې ـ دوې ویکټې او ریان بوري بیا یوه ویکټه واخیسته.
کله چې زیمبابې کرکټ لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې او په ۴۸ منډو یې د افغانستان څخه ماته وخوړه.
د زیمبابې لپاره کومان هوکامیو ۴۴، ویلیمس ۲۲، ریان بوري ۲۲، مسکندا ۱۸ او موتمبامي ۱۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان او زیمبابې راتلونکې دوې شل اوریزه لوبې
دویمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه(راتلونکې جمعې ورځ) ترسره کیږي.
درېیمه شل اوریزه لوبه د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه(راتلونکې شنبې ورځ) ترسره کیږي.