افغان کرکټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې تېر کال په همدې ورځ د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډلې په وړاندي ولوبېده، چې افغانستان د سویلي افریقا څخه په ۹ ویکټو ماته وخوړه.
په یاده لوبه کې لومړی افغانانو توپوهنه کړې وه، چې د لوبي په ۳۴،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵ منډي جوړي کړي وې او په دې سره یې سویلي افریقا ته د ۱۲۶ منډو هدف ټاکلی وو.
خو سویلي افریقا یاد هدف د لوبې په ۲۸،۴ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې افغان کرکټ ملې لوبډلې ته په ۹ ویکټو سخته ماته ورکړه.
د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې د سویلي افریقا په وړاندې یاده لوبه د افغانستان څلورمه لوبه وه.
افغان کرکټ ملې لوبډلې د سویلي افریقا څخه مخکې د اسټرالیا، سریلانکا او ویسټ انډیز هیوادونو څخه ماته خوړلې وه او له هغه وروسته یې بیا انګلستان، هندوستان، بنګله دېش، پاکستان او ویسټ انډیز هیوادونو ته ماته ومنله.
افغان کرکیټ ملې لوبډلې د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام په سیالیو کې خپلې ۹ واړه درلودونکې لوبې وبایللې.
د افغانستان او سویلي افریقا د هغې لوبې لنډیز: