
راپور: نسیمه محمدي
د افغانستان په پنځلسو ولایتونو کې هممهاله د اورښتونو پیل سره، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې سږ کال به، په تېرو سلو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی وي.
د دولت وزارت ویاند تمیم عظیمي وايي، چې روان ژمی به خلکو ته د ستونزو او سختیو ژمی وي.
د پنجشنبې ورځې ماښام راهيسې، د هېواد په څو ولایتونو کې اورښتونه شروع شوې دي.
د هوا پېژندنې د ادارې د معلوماتو پر بنسټ، د افغانستان ۲۵ ولایتونه د سېلابونو او واورې ښويېدنې له ګواښ سره مخ دي.
د هوا پېژندنې اداره زیاتوي، چې د ګواښونو کچه د غور، بادغیس، هرات، بدخشان، پنجشېر، پروان او کاپیسا په ولایتونو کې زیاته ده.
د روان کال لومړۍ واورې وړمه شنبه د عقرب ۲۴مه کابل سپین کړ.