د افغان لوبډلې په کوربتوب پلان شوي سیالۍ اوس په پاکستان کې کیږي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

د افغانستان او پاکستان کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ درې یوورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربتوب سریلانکا هیواد کې پلان شوي وې، خو د لوژیستیکي ستونزو له امله اوس دا سیالۍ د پاکستان په کوربتوب ترسره کیږي.

ددې خبر تائید د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس حامد شینواري ایسفاین کریک انفو ته کړی او ورته ویلې یې دي، د سوپرلیګ لوبو برخه دا لوبې د لوژیستیکي ننګونو سره مخ وې، چې د نوي حکومت د رامنځته کېدو سره سم هیڅ الوتنه د کابل هوایي ډګر څخه نده ترسره شوې.

ملې لوبډله د طورخم له لارې پاکستان او له هغه ځایه بیا دوبۍ او بیا سریلانکا ته تله، خو د پلان د تغیر سره سم به اوس ملې لوبډله ددې اونۍ په وروستیو کې پاکستان ته ولاړه شي او هلته به سیالۍ ترسره کړي.

د لوبو د ځای او نیټو په اړه د نویو پرېکړو په اساس تراوسه څه ندي ویل شوي.

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوې ۱۷ کسیزه افغان لوبډله

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

د یادې لوبډلې تر اعلان څو ورځې وروسته، حضرت الله ځاځی او نورعلي ځدران هم لوبډلې ته وراضافه شول.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.