د یاران ډیری لوستونکي او خوښونکي فېسبوک ته پيغامونه پریږدي چې د افغانستان او نیوزیلېنډ لوبې کله دي او څنګه شوې؟
موږ یې درته وایو چې ایا افغانستان او نیوزیلېنډ په ۲۰۱۸ م کال او یا د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام څخه وړاندې له نیوزیلېنډ سره لوبې لري او کنه؟
په دې اړه مو د افغان کرکټ بورډ له ویاند فرید هوتک سره خبرې وکړې، د هغه ځواب منفي و. یعنې افغانستان او نیوزیلېنډ په ۲۰۱۸ م کال کې هیڅ سیریز او نه هم کومه لوبه لري.
د افغان لوبډلې لوبې چې تر دې دمه تثبیت شوي په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې دي، چې لومړۍ لوبه افغان لوبډله د جون په لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره ترسره کوي.
دوهمه لوبه د جون په ۴ مه نېټه له سریلانکا سره لري، دریمه لوبه د جون په ۸ مه نېټه له نیوزیلېنډ سره کوي، څلورمه لوبه د جون په ۱۵ مه نېټه له سهیلي افریقا سره، د جون په ۱۸ مه نېټه له انګلستان سره، د جون په ۲۲ مه نېټه له هندوستان سره، د جون په ۲۴ مه نېټه له بنګله دېش سره، د جون په ۲۹ مه نېټه له پاکستان سره او د جولای په ۴ مه نېټه بیا وروستۍ لوبه له ویسټ انډیز سره کوي.
د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالۍ د می په ۳۰ مه نېټه پېلېږي، چې د پیل لوبه یې انګلستان او سهیلي افریقا د می په ۳۰ مه نېټه ترسره کوي.
په دغه جام کې ټولې لس لوبډلې دي، چې هره لوبډله له بلې لوبډلې سره په لومړي ځل یو وار مخ کېږي او هره لوبډله لس ، لس لوبې کوي.
دا جام د جولای په ۱۵ مه نېټه پای ته رسېږي.
یاد جام ۴۷ ورځې دوام کوي چې په انګلستان کې په کابو ۹ لوبغالو ترسره کېږي.
د دغو لوبو کوربتوب انګلستان کوي، په ۲۰۱۵ م کال کې دا جام په اسټرالیا او نیوزیلېنډ کې ترسره شو، چې افغانستان هم پکې ولوبېد او یواځې سکاټلېنډ ته یې پکې ماته ورکړه.
اسټرالیا په ۲۰۱۵ م کال کې نیوزیلېنډ ته په پایلوبه کې ماته ورکړه او اتلولي اسټرالیا یوړه، اسټرالیا ۲۰۱۹ م کال کې له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.
په ۲۰۱۱ م کال کې دا جام هندوستان ګټلی و او سریلانکا ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.
یعنې تر دې دمه رسمي سرچینو لکه د کرکټ نړیوالې شورا او یا د افغانستان کرکټ بورډ نه ده تائید کړې، چې افغانستان دې تر دې دمه له نیوزیلېنډ سره کومه لوبه ولري او کېدای شي فېسبوکي اوازې له کوم مدرک پرته خپرې شوې وي.