سبا افغان لوبډله له زیمبابې سره ټیسټ لوبه پيلوي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه: محمدصابر حمیدي

 

د افغانستان او زیمبابې کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ سبا سې شنبه د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو، ابو ظبۍ ښار په شیخ زاهد کرکټ لوبغالي کي پيلیږي.

 

ټاکل شوې دا لوبه سبا سې شنبه سهار لس نیمي بجې پیل سي.

 

تر لومړنۍ ټیسټ لوبې وروسته افغان لوبډله له زیمبابې سره دویمه ټیسټ لوبه د مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیلوي.

د زیمبابې په وړاندې د افغانستان اعلان شوې لوبډله

 

اصغر افغان، ابراهیم ځدران، جاوید احمدي، رحمت شاه، هشمت شهیدي، افسر ځاځی، ناصر جمال، عبدالمالک، منیر احمد کاکړ، شاهدالله کمال، بهیر شاه، راشدخان، حمزه هوتک، فضل حق فاروقي، سید شېرزاد، سلیم صافی، وفادار مومند، ضیاء الرحمن اکبر او یمین احمدزی.

د افغانستان په وړاندې د زیمبابې اعلان شوې لوبډله

 

سین ویلمسن، ریان بورل، سکندر رضا، ریګیس چکابوا، کیوین کاسوزا، ویسلي میدهیوري، ویلټن مسکدزا، پرینس ماسوري، برینډم ماتوا، تاریسا مسکندا، ریچموند موتمبامي، بلیسینګ مزریباني، ریچارډ نګاروا، ویکټور نیاچي او ډونالډ ټریپانو.

 

د افغانستان مخکینۍ ټیسټ لوبې

 

افغان لوبډلې تراوسه پوري څلور ټیسټ لوبې ترسره کړې، چې د زیمبابې په وړاندې یې راتلونکې لوبې پنځمه او شپږمه ده.

 

تر دې وړاندې افغانستان په ټیسټ سیالیو کې له هندوستان، ایرلنډ، ویسټ انډیز او بنګله دېش هیوادونو سره مخ شوی.

 

افغان لوبډلې په یادو څلورو ټیسټ لوبو کې له هند او ویسټ انډیز څخه ماته خوړلې، خو ایرلنډ او بنګله دېش ته یې بیا ماته ورکړې.

 

تر ټیسټ لوبو وروسته د افغانستان او زیمبابې شل اوریزه لوبې

 

افغانستان به له هغه وروسته د زیمبابې سره درې شل اوریزه لوبې هم ترسره کړې.

 

لومړۍ شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۷مه، دومه شل اوریزه لوبه د مارچ په ۱۹مه او درېیمه شل اوریزه لوبه بیا د مارچ میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کیږي.