د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره روان ۲۰۱۹ م کال د زیاتو سیالیو ترسره کېدو کال دی، چې پکې به افغان لوبډله د نورو کلونو په نسبت زیاتې ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړي.
که څه هم افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوالې شورا د پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو لوبډلو خلاف د (FTP) یا د راتلونکو سفرونو پروګرام کې لا هم نه ده شامله؛ خو د هغې سربیره به هم سږ کال افغان لوبډله زیاتې لوبې ولوبوي.
ولې افغان لوبډله سږ کال زیاتې لوبې لري ؟
د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د پوره یا بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو لپاره د ۴ کلونو مهالویش ترتیبیږي، چې پکې هره لوبډله د نورو سره د دغه مودې په اوږدو کې مختلفې سیالۍ ترسره کوي، چې په دغه لړ کې به سږ کال افغانستان هم شامل شي او د ۲۰۲۳ م کال پورې به یې نوی مهالویش جوړ شي، خو له هغې وړاندې سږ کال د کرکټ نړیوال جام لوبې ترسره کیږي، چې پکې افغان لوبډله هم شامله ده.
د مهالویش وړاندې افغان کرکټ ملي لوبډله د روان ۲۰۱۹ م کال تر نیمایي پورې به ۱۸ یو ورځینۍ، درې ۲۰ اوریزه او یوه ټیسټ لوبه ترسره کړي.
د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې له ۲۱ مې نېټې څخه د مارچ میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې افغان لوبډله د ایرلینډ خلاف درې ۲۰ اوریزه، ۵ پنځوس اوریزه او یوه ټیسټ لوبه ترسره کوي.
د ایرلینډ خلاف د سیالیو څخه د څه باندې یو نیمې میاشتي ځنډ وروسته به افغان لوبډله د سکاټلینډ په لور وخوځیږي، چې هلته به دوه ۵۰ اوریزه لوبې د مۍ میاشتې په ۸ مه او ۱۰ مه نیټو سره ترسره کړي او ورپسې به افغان لوبډله ایرلینډ ته ولاړه شي، چې هلته به د کوربه ایرلینډ لوبډلې خلاف دوه ۵۰ اوریزه لوبې ترسره کړي.
د افغان کرکټ بورډ په وینا له دغه سیالیو څخه یې موخه د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لا ښه چمتوالی دی.
له دغه لوبو وروسته به افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان ته ولاړه شي، چې په دغه جام کې به افغان لوبډله ۹ لوبې ترسره کړي او که یې زیاتې بریاوې خپلې کړې، نو وړاندې ورته د نورو لوبو چانس هم شته دی.
د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیلیدونکې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دا ځل افغانستان، اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، انګلستان، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ګډون کوي.
د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان لوبې:
افغان لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په لمړي راونډ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې وروسته په دویمې سیالۍ کې د سریلنکا، دریمه کې د نیوزیلینډ، څلورمه کې د جنوبي افریقا، پنځمه سیالۍ کې د کوربه انګلستان، شپږمې لوبه کې د هند، اوومې لوبه کې د بنګله دیش، اتمې لوبه کې د پاکستان او وروستۍ نهمې لوبه کې به د ویسټ انډیز ملي لوبډلې خلاف ولوبیږي.
د یادولو وړ ده، چې د کرکټ نړیوال جام سیالیو وروسته به د راتلونکو لوبو نوی مهالویش جوړ شي او پکې به افغان لوبډله د پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو لوبډلو خلاف د هر ډول سیالیو سیریزونه ترسره کړي.