د نړۍ په کچه شاوخوا لس مشهور لیګونه ترسره کېږي، چې په دې ټولو لیګونو کې د افغان لوبغاړو شتون ته اړتیا حس کېږي او لوبغاړي پکې لېوالتیا اخېستل کېږي.
آی پي اېل لیګ
دا لیګ کې ۲۰۰۸ کې فعال شوی او دیارلسم پړاو یې پای ته ورسېد، په دیارلسم پړاو کې یې هم درې افغان لوبغاړي اخېستل شوي وو او ولوبېدل، د دې ترڅنګ فضل الحق چې د افغانستان کیڼ لاسی ځوان چټک بالر دی د پنجاب لوبډلې لخوا اخیستل شوی و.
د اسټرالیا بېګ باش لیګ
بېګ باش لیګ کې هم سږ کال یو بل افغان تنکی ځوان وراضافه شو.
محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن له ۲۰۱۷ راهیسې دې لږ کې اخیستل کېدل، ۲۰۱۹ کې ظاهرخان هم واخېستل شو او ۲۰۲۰ کې بیا نوراحمد لکڼوال هم له محمدنبي عیسی خېل سره دې لیګ کې ور یو ځای شو.
یعنې پنځه لوبغاړي سږ کال بېګ باش کې ولوبېدل او د لوبېدو لړۍ یې لا هم جریان لري.
راشدخان او مجیب الرحمن پکې د لوبې غوره لوبغاړو جایزې هم تر دې دمه اخیستي دي.
د انګلستان بلاسټ لیګ
د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن او ظاهرخان لوبېدلي دي، سږ کال هم اخیستل شوي دي او ورسره د قیس احمد اخیستل هم یقیني شوي دي.
په دې لیګ کې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن او ظاهرخان خپل نومونه ځلولي دي.
بل پلو د سل توپونو لوبه کې راشدخان اخیستل شوی او ښایي راتلونکي کې نور افغان کرکټ لوبغاړي هم واخلي.
سي پي اېل لیګ
په ویسټ انډیز کې د سي پي اېل په نامه سوداګریزې کرکټ لوبې هر کال ترسره کېږي او پکې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د افغان لوبغاړو اخیستل پیل شوي او لا هم اخیستل کېږي.
۲۰۲۰ پړاو کې یې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، نوین الحق، ظاهرخان، مجیب الرحمن، قیس احمد، رحمان الله ګربز او نوراحمد اخیستل شوي وو.
ګربز او لکڼوال د ویزې ستونزې له امله ونشو لوبېدلای.
مجیب الرحمن په توپ اچونه کې خورا ښه وځلېد.
د کاناډا ګلوبل لیګ
په دې لیګ کې په ۲۰۱۹ کې نجیب الله ځدران ولوبېد.
د سریلانکا ( لانکا ) لیګ
په دې لیګ کې نوین الحق، سمیع الله شینواری، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز، افتاب عالم، کریم خان صادق او قیس احمد اخیستل شوي و، چې له کریم صادق پرته نو ټول لوبغاړي ولوبېدل.
د افغانستان شپږیزه لیګ
د دې لیګ شپږم پړاو کې نږدې ټول افغان لوبغاړي لوبېدل او لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې.
د بنګله دېش بي پي اېل لیګ
په دې لیګ کې هم محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، مجیب الرحمن، سمیع الله شینواری، شهزاد محمدي، نوین الحق، شفیق الله شفق، شاپور او نور افغان لوبغاړي اخیستل شوي او لوبېدلي دي.
لس اوریز کرکټ لیګ
په لس اوریز کرکټ لیګ کې ډېری افغان لوبغاړي لوبېدلي دي، چې شهزاد محمدي، نجیب الله ځدران، شاپور ځدران، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، شفیق الله شفق، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، راشدخان، دولت ځدران، نوین الحق او نور لوبغاړي لوبېدلي دي.
۲۰۲۱ لس اوریز لیګ کې د افغان لوبغاړو نومونه
د جنوري په ۲۸ مه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې لس اوریز کرکټ لیګ د افغان لوبغاړو په شتون کې پیلیږي.
دا لیګ به لس ورځې دوام وکړي او اته لوبډلې به د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
ښایي ټولې پکې ۳۰ شاوخوا لوبې وشي.
افغان لوبغاړي
لوبډلې او پکې افغان لوبغاړي؛ ابو دبي لوبډله کې ټول ۱۵ لوبغاړي دي، چې دوه افغانان دي، نوین الحق او نجیب الله ځدران دې لوبډلې پېرلي دي.
مرټا عربیئنز کې افغان لوبغاړي شتون نه لري او ټول پکې ۱۳ لوبغاړي دي.
بېنګله ټایګرز تر ټولو ډېر افغان لوبغاړي پېرلي دي، قیس احمد، کریم جنت، فضل الحق، نور احمد او مجیب الرحمن دې لوبډلې پيرلي دي.
دیکن ګلېډېئټرز سره شهزاد محمدي لوبېږي.
قلندرز لوبډلې عظمت الله عمرزی اخیستی دی، ډیلي بولز سره محمد نبي عیسی خېل، رحمان الله ګربز او وقار سلام خېل لوبېږي.
نارترن وریئرز سره هیڅ افغان لوبغاړی نشته.
او پونه ډیویلس سره بیا دروېش رسولي لوبېږي.
تر دې دمه شاوخوا ۱۳ لوبغاړي لس اوریز لیګ کې اخیستل شوي او ښایي نور افغان لوبغاړي هم تر لیګ پېلېدو پورې وپېرل شي.