که څه له نړۍ سره د سیلۍ کونجي (کیلي) علم او ښوونیز جریان دی خو بیا هم زموږ د ټولنې لویه کچه اوسېدونکي له تعلیم محروم او د جهالت د بلا تر سیوري لاندې ساه اخلي.
د هرې ټولنې نیمه برخه ښځینه تکمیلوي او د انساني ژوند یو لوی اړخ دوی دي مګر له دوی څخه د نورو حقونو په څېر د تعلیم کولو حق هم سلب شوی ، زموږ ټولنه خو یې ژوندی مثال دی.
د دې ټولنې نجونې په ډېر اوچت هوډ له کوره وځي او تر بیا راتلو قدم په قدم د انسان نما حیوانانو له خوا ځورول کېږي او له رنګارنګ چېلجونو راتېرېږي، چې دې هر څه ته جنګ او بې ثباتۍ لار هواره کړې ده.
دلته د همدغه طبقه خلکو له ډاره یو پلار زړه نشي ښه کولای چې د زړه ټوټه لور یې د علم څراغان ښار ته قدم واخلي.
په خاصه توګه یو پښتون پلار چې تل خپلې ځوانې لوڼې تر ودولو په ځان بوج بولي او هڅه کوي، چې لور يې په نیک نوم له کور واده شي.
ما خو د شرم احساس هلته وکړ چې د بیخي پراخې پکتیکا څه درې تنه نجونې د کانکور د ازموینې ګډونوالې وې، افسوس صد افسوس.
زموږ نارینه د بېخي ډېر افسوس دي، دوی پۀ خیرنو او شلېدلو جامو کې یو ښځه د ښار پۀ منځ پۀ سوال کولو زغملی شي خو په ښکلي حجاب او ښه سلیقه سمبال یې د دفتر کار ته روانه نه شي لیدی.
دوی نه غواړي چې خویندې او لوڼه یې تعلیم وکړي دا شرم او عیب بولي مګر همدې د غیرت ګوډي بیا سبا خپله ناروغه مېرمن پۀ ټيټ سر یو نارینه معالج ته روانه کړې وي…
ښځه د ټولني نيمه برخه ده، او دا هم منلې خبره ده چي ښځه د انساني ټولني بنسټ باله سي، دا په دې چي ښځه هم مور ده، هم مېرمن ده، هم خور ده، هم لور ده او په ټوله کي د توکمونو (نسلونو) روزونکې او پالونکې ده.
داهغه لومړنۍ مدرسه ده چي د انسان شخصيت پکي وده کوي او جوړښت مومي.
نو کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلي او نالوستي ښځي په غېږ کي پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چي له خپلو غړو دي د سم او ګتور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.
که غواړی، چې يوه ښه ټولنه ولرو راتلونکی مو روښانه وي په خپلو خويندو لوڼو تعليم وکړئ.او دعلم په ګاڼه يې سمبالې کړئ.