لیکنه: جعفر هاند
خبر شوم چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی د بې وزلۍاو غربت له وجهې په کابل کې ټکسي چلوي.
افغانستان غوندې هېواد کې بختور خلک به ټکسي لري او چلوي، ټکسي چلول شرم نه دی خو دا ډېره د خپګان خبره ده چې د یو هېواد د کرکټ ملي لوبډلې یو لوبغاړی دي دومره په بد اقتصادي وضعیت کې وي؟
له یو څو نورو لوبغاړو هم خبر شوم چې په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې دي. یو لوبغاړي راته وویل:
« د الف لوبډلې ځینې لوبغاړي داسې هم شته چې له نورو نسبتآ شتمنو لوبغاړو یې غوښتي چې ورسره مالي مرستې وکړي چې وپايي. حالت یې ډېر خراب دی.»
زه په خپله له داسې دوو لوبغاړو سره وغږېدم، په ډېر مشکل سره یې ماته ومنله چې غربت ډېر ځپلي دي او بېلا بېلو مزدورکاریو ته یې لاس اچولی دی. دوی په وار وار ټېنګار وکړ چې:
« زموږ نوم چاته مه اخله، ځکه چې موږ د افغانستان لپاره په ډېر ویاړ لوبې کړي دي او همدا افتخار مو بس دی. موږ دا مزدور کاري په پټه کوو چې څوک راباندې خبر نشي.»
د کرکټ بورډ د مطبوعاتو له څانګې سره مې دا مسئله شریکه کړه، هغوی راته وویل:
«له داسې کومې کیسې خبر نه دي او د ملي لوبډلې او الف لوبډلې او یو شمېرو نورو لوبغاړو سره رسمي قراردادونه شوي او په وخت سره معاشونه ورکول کیږي. موږ دا خبره ردوو، داسې کوم هېڅ شی هم نشته.»
تېرکال د الف لوبډلې له یو لوبغاړي سره مې مجلس کاوه سر یې ټکاوه چې ۲۰۰ ډالر معاش ورکول کیږي او هغه هم شپږ میاشتې وروسته. ده چې خبرې کولې سترګې یې له اوښکو ډکې وي او راته یې وویل:
« هاند صیب، باور په خدای وکړه چې کور ته مخ نلرو، دا ۲۰۰ ډالر زما خرچه نه کیږي، مور پلار، ښځه او ماشومان ټول راپورې خاندي، موږ عمر کرکټ او وطن ته وقف کړ او حالت مو داسې شو….»
سړی اخر خپه شي.
داسې یو وطن کې چې د یو چارواکي، د کمیسیون د یو غړي، سناتور او د پارلمان د یو وکیل د دسترخوان او سفر خرچه زرګونو ډالرو ته رسیږي او د وطن مظلوم خادمان په کې ټکسیوانان او مزدورکاران وي، سړی به څنګه په حکومت، آینده، سیاست، سیاستوالو او نورو باور وکړي. زموږ همدا بې عدالتۍ زموږ د بربادۍ سبب دي.
د کرکټ لوبغاړو د اقتصادي ستونزو د حل لار:
د بورډ د چارواکو معاشونه دې کم شي، د ملي لوبډلې سر-سر لوبغاړو معاشونه دې کم شي، هند او دوبۍ ته د ملي لوبډلې د روزنې بېځایه سفرونه دې بند او په کابل کې دې وشي، په بهر کې د افغانستان د کرکټ د لوبو پر مهال دې ډېر چارواکي د لوبو د لیدو او سیاحت لپاره نه دعوت کیږي چې پېسې سپما شي.
افغان کرکټ بورډ باید قوي مالي ملاتړي پیدا کړي او که پوره بودیجه نلري باید د افغانستان د ماليې وزارت ورته بودیجه نوره هم زیاته کړي چې د دغو لوبغاړو معاشونه لوړ او اقتصادي امکانات ورته زیات کړي.
د افغانستان د کرکټ هر لوبغاړی حق لري چې ښه معاش او د ژوند ښه امکانات ولري.
پوهیږم چې د افغانستان ټولو لوبغاړو ته د تنخوا ټاکل هېڅ امکان نلري، خو دا امکان شته چې د ۱۷ کلنو، ۱۹ کلنو، ۲۱ کلنو، ایمیرجینګ او الف لوبډلې ټولو لوبغاړو ته قراردادونه ورکړل شي، هو ۲۰۰ ډالر کفایت نکوي، باید دا تنخوا زیاته شي.
#افغانستان
#کرکټ
#اقتصادـستونزې