شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

په مرکز کابل پوري اړوند د فوټبال لوبډلې «شاهین اسمايي» د افغانستان فوټبال غوره لیګ اتلولي د پنځم ځل لپاره خپله کړه.
د دې لیګ پایلوبه پرون ماښام د شاهین اسمايي او سېمرغ‌البرز فوټبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شاهین اسمايي ته لوبډلمشر فردین حکیمي د یوې ازادې ضربې په واسطه ګولوهنه وکړه او خپله لوبډله یې یو ګول په مقابل کې د صفر لومړي مقام ته ورسوله.
یاران uncategorized 2096 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
پایلوبې ته د ملې مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د بدني روزني رییس ډاکټر حفیظ الله ولي رحیمي، د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني او په زرګونه ځوانان او پیغلې راغلې وې.
یاران uncategorized 2097 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه

د دې لیګ جایزې

د پایلوبې غوره لوبغاړی د شاهین اسمايي لوبډلې څخه حسین علي زاده وټاکل شو او ۱۶ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاران uncategorized 2098 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
د لیګ غوره لوبغاړی د شاهین اسمايي لوبډلې لوبډلمشر فردین حکیمي وټاکل شو او ۸۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاران uncategorized 2099 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
د لیګ غوره ګول ساتونکی د شاهین اسمايي لوبډلې څخه کاوش حیدري وټاکل شو او ۸۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاران uncategorized 2100 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
د لیګ زیات ګولوهونکی لوبغاړی د سېمرغ‌البرز لوبډلې لوبډلمشر مرتضی آرزويي وټاکل شو او ۸۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاران uncategorized 2101 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
د لیګ ځوانمردانه لوبډله میوند اتلانو وټاکل شوه او د یادې لوبډلې مسوول ته ۸۰ زره افغانۍ ورکړل شوې.
یاران uncategorized 2102 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
لومړي مقام ګټونکو لوبغاړو ته کپ ترڅنګ د سرو زرو مډالونه ورکړل شوه.
دویم مقام ګټونکو لوبغاړو ته د سپین زرو مډالونه ورکړل شوه.
د دې ترڅنګ د دولت او شخصي کمپنیو له لوري دواړه لوبډلو ته په زرګونه افغانۍ نغدي پيسې هم ورکړل شوې.

د فوټبال غوره لیګ

د افغانستان فوټبال غوره لیګ دا نهم پړاو وو، چې ترسره شوه.
دا لیګ پنځه ځلې شاهین اسمايي، درې ځلې طوفان هریرود او یوځلې بیا سپين غر بازانو ګټلې.
یاران uncategorized 2103 شاهین اسمايي د فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه + انځورونه
شاهین اسمايي، سېمرغ‌البرز، طوفان هریرود، میوند اتلان، موجهای امو، سپین غر بازان، عقابان هندوکش او اباسین څپې هغه اته لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې هر کال لوبیږي.

About ياران ټیم 3427 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.