ټاکل شوې افغان فوټبال ملې لوبډله د اسیا ملتونو جام او نړیوال جام ته د لاري پيداکولو په موخه نن سې شنبه مازدیګر۶:۳۰ بجې د هند فوټبال ملې لوبډلې سره ولوبیږي.
دا لوبه د قطر هیواد دوحې ښار په جاسم بن حمد فوټبال لوبغالي کې ترسره کیږي، چې افغان فوټبال فدراسیون واي، افغان لوبغاړو د مخکنیو دوو لوبو ترڅنګ ننۍ لوبې ته هم بشپړ چمتوالی لري.
د ملې لوبډلې روزونکې انوش دستګیر او لوبډلمشر فرشاد نور د ننۍ لوبې پار پرون دوشنبه خبري کنفرانس کې وویل، ننۍ لوبه د ټولو افغانانو لپاره یوه خاصه لوبه ده، چې موږ ورته پوره چمتوالی لرو او د ګټلو لپار به د هند سره سخته مبارزه وکړو.
https://www.facebook.com/affofficial/photos/a.613970878670447/4176181612449338/?__cft__[0]=AZXlp5QTvtGRtWhZ70pWiQgbxJjrTsdW966bcVUc0EWm1GgesXy-BvBPLyidc4JCGP5qV3A2DKCN9V1z1kEZFdr8Yrf4yeDABMmI5qEFMnl4eyUzLrz5AAUcCK51yFfgHtrls5t69u8yQDEG6ngrySQa&__tn__=EH-R
د اسیا ملتونو جام په سیالیو کې افغان فوټبال ملې لوبډلې ۱۴ ورځې مخکې د بنګلهدېش سره لوبه یو ـ یو مساوي کړه، چې هغه لوبه کې باید افغانستان بریا خپله کړې وای؛ ځکه ددې هیواد لوبډله نسبتاً نورو لوبډلو هغومره قوي نه وه.
ددې ترڅنګ افغان لوبډلې تېره جمعې ورځ د عُمان فوټبال ملې لوبډلې سره لوبه ترسره کړه، چې له یاد هیواد څخه یې دوه ګولونه پر یو ماته وخوړه.
ددې سیالیو په لړ کې به له جدول څخه دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته ووځي، چې قطر او عُمان هیوادونو وار له مخې بل پړاو ته لاره پیداکړې.