د طالبانو او لویدیځ مېشتو افغان ښځو مذاکرات؛ جزیات یې دلته ولولئ

سپینه تجريدي ډیزاین

ترهغې وروسته، چې په قطر کې له افغان سیاستوالو او مدني ټولنو سره د وسله والو طالبانو د استازو مذاکراتي ناسته لغوه شوه، دغې ډلې له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو سره لیدلي.
د واشنګټن پوسټ راپور
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې پخپله تازه ګڼه کې لیکلي، چې دغه ښځینه فعالانې له اروپا او امریکا څخه د طالبانو لیدو ته ورغلي.
سرچینه وایي دوی د طالبانو د سیاسي دفتر له مسولینو سره د قطر په مرکز دوحه کې کتلي دي.
ورځپاڼې لیکلي، چې دا ښځینه فعالانې د هغه شل کسیز پلاوي غړې وې، چې له اروپا او امریکا څخه قطر ته تلي.
دا شل کسه ټول افغانان دي، چې په لویدیځ کې ژوند تېروي.
ښځې څه وایي؟
واشنګټن پوسټ وایي په یاده لیدنه کې درې ښځې هم د پلاوي غړې وې.
دوی د طالبانو د سیاسي دفتر له یوه مشر شېرمحمد عباس ستانکزي سره لیدلي او د ښځو د حقونو او نورو موضوعاتو په اړه یې د یادې ډلې نظریات پوښتلي.
په امریکا کې مېشته افغان ښځینه فعاله مسعوده سلطان، چې ۴۶ کلنه ده او په امریکا کې د افغان ښځو لپاره د مرستو د یوه سازمان مشري کوي، وایي: زموږ ملاقات ۶ ساعته و.
مېرمن سلطان له ناستې خوښي ښيي او وایي: طالبانو وویل، سوله غواړو. هغوی د دوحې د مذاکراتي ناستې په لغوه کیدو خواشیني بریښیدل.
د اسلام په چوکاټ کې درناوی
مېرمن سلطان وایي د وسله والو طالبانو استازو ورته په دغه لیدنه کې د ښځو د حقونو په تړاو مشخص جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې د اسلام په چوکاټ کې به ښځو ته پوره حقونه ورکوي.
د پلاوي بله غړې مېرمن خاټول مومند، چې په ناروې کې ژوند کوي وایي: طالبانو زیات تغیر کړی و، دوی په سمبولیک ډول نه؛ بلکې په بنسټیز ډول د ښځو حقونو ته درناوی درلود.
د دوحې ناسته
د دوحې ناسته ټاکل شوې وه، چې د تېرې شنبې پر ورځ ترسره شي.
په دغه ناسته کې د وسله والو طالبانو له لورې ۲۵ تنه د بین الافغاني خبرو لپاره ټاکل شوي وو، خو افغان دولت ۲۵۰ تنه د حکومت د لوړپوړو چارواکو، سیاستوالو او نورو قشرونو له استازو څخه معرفي کړي وو.
طالبانو د حکومت پر لیست اعتراض وکړ او ویې ویل، چې دوی له حکومت سره نه؛ بلکې له افغان قشرونو سره خبرې کوي.
هغوی دومره اوږد لیست هم ونه مانه او ویې ویل، چې مذاکرات او واده سره فرق لري.
افغان حکومت د دوی پر وړاندې کړي لیست د طالبانو او د قطر د حکومت د اعتراض له کبله یاده ناسته لغوه اعلان کړه او ویې ویل، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته پکې درناوی نه کیده.