ولې په اداراتو کې د ښځېنه طبقو ګمارنه پر ټولنیزو رسنیو د اکثریت نارینو غبرګونونو او ننګونو سره مخ کېږي!؟
ښځو راوړ امــــــــنیت دغې نړۍ ته
سړو څه وکړل؟ سړو جنګونه راوړل
د سهار رڼا څرک سره سم، یوه چېغه پورته شوه، هلئ مرتده ده، کافره ده، جاسوسه ده، پیرنګۍ ده !
پوښتنه وشوه، څه شوي؟
ـ د پیر صیب سپکاوې یې کړی، د الله کتاب قرآن ته یې اور ورته کړی!
وروسته ورسره ګڼ نور غږونه غبرګ شول، هلئ راوه یې نیسئ ونه تښتي، وه یې وژنئ، ژوندۍ درنه پاتې نشي، مرګ یې روا او همدا جهاد دی…
ماښام لمر پرېوتو سره په ډېران یوه توره غټه او سړه سکروټه پرته وه چې هېڅ د انسان د وجود اسکلیټ ته ورته نه وه.. دا سکروټه د هغې پیغلې “فرخندې” ښایسته وجود و چې د قرآن حافظه او د اسلامي علومو فارغه وه. څنګه د الله ج کتاب ته سپکاوې کولی شي؟ او په کوم کتاب د کوم شرعي قانون او کوم قاضي په حکم په داسې یو مرموز مرګ ووژل شوه…؟
اخر کې، بس یو ناسم پوهاوی و، نه چا څه لیدلي نه کتلي خو بس یوۀ چیغه یوه پېښه وه، اوس څه کولای شو؟
ـ ځه نو یوه ناعقله ښځه وه… کورنۍ ته یې د صبر او پیغلې ته د شهادت غوښتلو دعا په پاره لاسونه پورته او کیسه تمامه شوه.
ـ تر ماسټري لوستې، په لباس پوره او په خټه مسلمانه، عقله او بالغه “حسنا جلیل ” د کورنیو چارو وزارت معینه وټاکل شوه، اکثرستو ته چې د ګوتنیوني کومه سوژه پیدا نشوه، وایي ماشومه یې راوستې، سن یې کم دی، لیاقت نه لري، ناجایزاده اولادونه (صاحب منصبداران) به وزېږوي، د هلکانو ساعت به ورسره تېر وي، شونډې او… هر څه یې یاد شول.
چې شل کلنه هم شي، ماشومه نده، تر ماسټري چې زده کړې ولري، نالایقه په څه شوه؟! “عادله راز ” ورسره سمه یادېدله.
ـ “منیره یوسفزاده ” د دفاع وزارت معینه وټاکل شوه، ډول هماغه و، تارونه او لرګي یې پرې نور کښېودل؛ چې نظامي زده کړې نه لري، ځان به ساتي که سنګر به ساتي، وطنه “بنګړو ” ته پاتې شوې.
مونږ نه جنسیتي تعبیض وښود نه مو تعصب وکړ، ملي فکر مو وکړ، سربېره پدې چې ښځې ؤ موږ هم درسره دا غږ بدرګه کړ، چې یوه ناسمه ګمارنه ده، هله نظامي زده کړې نه لري وطن نه پرې ورانوو، حال دا چې کوم توپ و نښان ویشتونکي نه وه، کلاشینکوف یې نه پورته کاوه د جنګ میدان ته نه وتله، عقل څخه مو کار وانخیسته چې اصلي مسولیتونه یې څه دي!؟
که یو ستراتیژیک پلان یو نارینه جوړولای شي یوه ښځه یې ولې نشي جوړولای؟ خو ځه مسلکي زده کړې مهمې وي.
“مروا امیني” چې د کورنیو چارو وزارت عادي ویانده ده، پرته له دې چې د صلاحیت و مسولیت په هکله یې فکر وشي چې څه کاره ده، ورسره سمه بګتۍ وه.
ـ “ډېوه پتنګ ” ملي تلویزون څه په مفته لکه د ۱۹۱۹ فلم نه ۲۰۲۰ فلم په توپیر هومره ښکلا ورکړه، چې ټامۍ او د ټول افغانستان بودیجه مو د دې په جېب کې وګڼله، تر ما پورې د سوال لاندې مو راوسته، نتیجه زموږ په خړ سترګۍ تمامه شوه.
ـ د میدان وردګ ښاروالۍ بست اعلان شو، د ازادي سیالۍ له لارې د یو شمير نارینو له منځ یوۀ پېغله “ظریفه غفاري” ورته په خپل لیاقت و وړتیا بریالۍ شوه، سربېره پر دې چې بغیر له کوم رشوت و واسطي کامیاب شوې وه، خو اجازه نه ورکول کیدله ـ وروسته د څو میاشتو د خپل حق غوښتلو مبارزې وتوانېدله چې خپله چوکۍ ترلاسه کړو، خو دا چې په نرواکه ټولنه کې یوه ښځه وه لا یې باید زغملای او جنګېدلي وه.
زورواکو او نرواکو ته چې بله لار پاتې نشوه، د اخلاقي فساد تورونه یې پرې پورې کړل، شخصي او کورني ژوند باندې یې شعرونه لیکل او سندرې ویل پیل کړې.. آغلې غفاري نه خپل مرال له لاسه ورکړ نه یې همت بایلود.
ـ اوس نو وار د بلې پیغلې ” ځلا ځاځۍ ” شو، ځکه چې په خوست ولایت کې د جینایي جرمونو آمره وګمارل شوه، ولې دلته ستونزه څه ده؟ ایا له دې مخکې یا برحاله مونږ قاضیانې، څارنوالانې، مدافع وکیلانې او په ښځېنه نظامي و پولیسو ادارو کې ښځېنه موجودې نه دي؟ او یا ښځېنه مجرمینې، زندانونه نه لرو، د دوی بر رسي، تحقیقات و څېړنې څوک نه کوي، ایا ټولو کې اوسمهال نارینه دي!؟؟؟
خیر.. راځم هغوی ته (چې منفي غبرګونونه یې ښودلي) !
د “ځلا ځاځۍ “د تقرر په مقابل کې چې کوم غبرګونونه او مخالفتونه رامنځته شوي دي لامل یې یوه نه بلکې څو مسایل دي، چې ځينې یې په ډېرې سپين سترګۍ سره یوه له بلې مسئلې سره ګډوي او خپل حرص تشولو لپارهپاره یوې مسئلې باندې فوکس کوي او بله کمرنګه ښيي.
زه دا نه وایم، چې د یوې مسلمانې، افغانې او پښتنې سره هغه لباسونه چې اغلې ځلا یې استفاده کوي او په خواله رسنیو کې خپل انځورونه خپروي مناسب کار دی، هر انسان باید خپلې ټولنې سره په موازي مسیر مخته لاړ شي، د مخالف مسیر په انتخابولو سره ښکاره ده چې به ټولنه د دوی په مقابل کې درېږي!
که امریکا کې ژوند کوي، که ترکیه کې او که افغانستان کې، دوی باید د ټولنې حساسیتونه په پام کې ونیسي.
د یوې ورځې فکر دې نه کوي بلکې راتلونکی دې هم وسنجوي، کله چې پوهېږې ټولنه مو نرواکه ده، د خلکو ذهنیتونه د ښځو له کار او پرمختګ سره سازش نلري نو باید پام وکړي، او ددې موقع ورنکړي چې د دوی د ناچېزو منفي ټکو له امله چې د دوی په کار کوم منفي اغېز هم نشي لرلای، مثبت ټکي او وړتیاوې له پامه وغورځول شي او سره کرښه ترې تاو شي!
ـ دویمه مسله د نارینه وو ذهنیت دی چې وايي، ښځه عاجزه ده، تل دې مونږ ته محتاجه او زمونږ د لاس لاندې ژوند وکړي، تل دې په کور کې اوسېږي، د کور او پخلنځي چارې دې سمبالې کړي.
د کوره بهر تګ، زده کړې کول، دنده اجرا کول، په خپل ځان متکي کېدل، پرې حساب کېدل، او بیا چې په کوم لوړ بست مقرره شي…
دا ټول هغه څه دي، چې د افغانستان 90% نارینه او هغه ښځې چې له ټولنې سره یې سازش کړی او نرواکه ذهنیتونه لري په شعوري او غیر شعوري ډول یې مخالفت کوي او د ښځينه وو په وړاندې د هر مخالفت اصلي سرچینه ده.
د دوی ټولو درد همدلته دی، خو دا خبره دوی په خوله نشي راوستلی نو ځکه یې په لباس، انځورونو او نازک فطرت انتقاد کوي.
که داسې نه وای نو ډېری نارینه وخت ناوخت په لوړو پوستونو چې هېڅ وړتیا یې نلري مقررېږي اما مونږ یې صرف د مبارکۍ پوسټونه ګورو، ولې چې د دوی په نظر سړي د همدې کارونو لپاره پيدا دي، او د همدوی مسلم حق دی، که په کار پوهېږي او که نه مهمه نده.
خو که نجلۍ مقررېږي بیا په همدې شور او شدت سره یې مخالفت کېږي.
ددې خو یې لباس او انځورونه پلمه کړل هغه نورې ښځې څنګه؟ داسې کومه ښځه شته چې دوی یې په تقرر مخالفت نه وي کړی؟
چې زړه مو ونه غواړي بهانې کمې ندي!!
دریمه او اساسي مسله،« په شخصي حریم د تجاوز ده»
ډېر د انسانیت او مظلومیت نعرې وهئ کنه، ډېر بې ضرره او د بل په درد دردېدلي ځانته وایست کنه؟
آیا پوهېږئ چې په اور سوځېدل څه ته وایې!؟
ايا د قتل او قاتل په معنی او تعریف پوهېږئ، چې څوک په څه وژل کېږي او قاتل چاته ویل کېږي؟
زه یې درته په ساده وایم؛ لاس دې تور کړه د چا په سپین کمیس یې پاک کړه، دا دې قتل او ته یې قاتل شوې!
د چا عزت ته لاس واچوه، دا دې قتل کړ، د چا عیب، غلا، زنا رسوا کړه، دا یې مرګ شو!
ـ ولې باید د چا د شخصي ژوند له امله کاري او مسلکي ژوند اغېزمن شي؟
که نوموړې د دندې اړوند زده کړې کړي او په کار پوهېږي نو همدا کافي ده.
مونږ ته یې کار او خدمت او وطندوستي مهمه ده چې دا د هېچا په تندي نه وي لیکل شوي بلکې وخت سره څرګندېږي نو باید ورته مهلت ورکړو او د نیوکو او مخالفت لپاره په تمه پاتې شو.
صبر! یو څو پوښتنې نورې هم لرم، خو جوابونه یې نه لرم!
ـ نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان څو سلنه نارینه او څو سلنه ښځېنه تشکیلوي؟
ـ په افغانستان کې، څو سلنه ښځینه تشکیلات لرو؟
ـ ولسمشر نارینه دی که ښځېنه؟
ـ څو سلنه وزیران، والیان، معینان، اداري ریسان معاوینین نارینه او څومره ښځینه برحاله اداراتو یا په لوړ بستونو کار کوي؟
ـ څو سلنه څوکۍ ښځېنه وو ته ځانګړې شوې یا ورکول شوي دي؟
څومره ښځینه لوستي لرو؟
ـ هېله منه یم، چې ښه محاسبه او عادلانه ځوابونه به ورته ولرئ!!
په مسلمانۍ او اسلامیت به مو نه غږېږم، غیرت مهم دی ځکه اسلام مو نه بې پته کوي او نه مو په دار کوي، موږ د غیرت محکومې یو، په غیرت مو غږیږم:
غیرتمندو! تاسو ته غیرت څه وخت کول پکار دی؟!
خور و لور غره ته په لرګیو پسې مه لیږئ، پټیو کې پرې واښه و غنم لؤونه مه کوئ، د پیسو په مقابل کې یې د څارویو په څېر مه پلورئ، پزې یې مه پرې کوئ، لاس وپښې یې مه ماتوئ، د خپل جرم، بدو په بدل کې یې مه ورکوئ.
شرعي حق مَهر ورکړئ، میراث ورکړئ، وهل مه ورکوئ دا غیرت دی!!
ځه ستاسې په وینا؛ که په مکتب او عصري زده کړو بې غیرته او کافر کېږئ، شرعي زده کړې پرې وکړئ، لمونځونه اودسونه یې درست کړئ، د قرآن زده کړې پرې وکړئ، ښځې لپاره مو ښځېنه ډاکټره وروزئ!
لور لپاره مو ښځېنه معلمه پیدا کړئ!
یو ځانګړئ د نجونو ښوونځئ جوړ کړئ!
هغه چې د سړک په سر ناسته یتیمو بچیانو ته خیرات غواړي د هغې له سپینو مړوندونو وشرمېږئ او اسلام و لباس و پرده یاده کړئ، ستاسې په خبره، دولت خو هسې هم کافر دی یوه ځاځۍ دې هم پکې کافره وي، حدالقل چاته د سوال لپاره سپین مړوندونه نه وړاندې کوي! دا غیرت دی!
اخر کې، کله مو فکر کړی چې ستاسو داسې غبرګونونه به د نورو لوستو مېرمنو او پیغلو په مورال څه منفي تاثیرات پرېباسي؟
زه به د خپل حالته تېره شم، زه سره د دومره زده کړو، چې تاسو مې تر شخصیت او کورنۍ ونه رسۍ، د بې عزتۍ جامه راوانه غوندئ دندې ته زړه نه ښه کوم.
همدا پوښتنه مې له یوې داسې ځوانې، لوستې او با استعدادې پیغلې څخه مطرح کړې، چې د خپل راتلونکي او ټولنې ته د خدمت ډېر خوبونه او پلانونه لري.
پېغله “منزه زغم ” چې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځې محصله ده، زما د پوښتنې په ځواب کې وویل:
«زه خپل راتلونکي ته په وېره کې یم، وېرېږم چې خپلې هیلې به لمس نشم کړای!
کله چې دنده واخلم، (په قضا، څارنوالۍ، مدافع وکالت برخه وغیره کې) نو د خلکو عکس العملونه به څه وي؟
آيا زما په اړه به هم همداسې سپکې سپورې ویل کېږي؟
په ما به هم داسې تورونه پورې کېږي؟
آيا د کورنۍ او خپلوانو لخوا به له مخالفت او فشار سره مخ نه شم؟
زه به څرنکه دوی ته قناعت ورکړم؟
زه به څنګه جرات وکړم چې خپل هېواد او خلکو ته د خدمت کولو لپاره ګام پورته کړم.
سره له دې چې پوهېږم هېواد مو ښځو ته هم په هره برخه کې همدومره اړتیا لري څومره چې یې نر ته لري، او پرته د ښځو له همکاري هېڅ و کار په بریالۍ توګه پرمخ نشي تللای.
نپوهېږم چې زه به د دومره ستونزو او مخالفتونو په وړاندې د درېدلو توان ولرم او که نه؟
زه مې خپل راتلونکی ډېر تیاره وینم!
داسې نشي چې زما غږ په مرۍ کې خپ شي، او زما پښې د مخکې تګ لپاره بې حسه شي، او ماته شم!
زه به د دومره ستونزو او مخالفتونو په وړاندې د درېدلو طاقت ونلرم …!! »
ژوند کول زده کړئ، نور هم ژوند ته پرېږدئ!
لږ په ځان او بیا پدې دربدر او ژوبل وطن ورحمېږئ!!
هوا راوړل، که اوبو جنګونه راوړل
دلته خلکو د پردو جنګونه راوړل
موږ ور واستول چې دین د سولې زده کړي
را ستانه چې شول هغو جنګونه راوړل
نه په مال و، نه په ننګ، نه په عزت و
ځینو دلته بې پښتو جنګونه راوړل
سولې ته هم جنګېرکه یې او تا هم
د مخونو د باړخو جنګونه راوړل
ښځو راووړ سړیتوب دغې نړۍ ته
سړو څه وکړل، سړو جنګونه راوړل
(م، قرار)