د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مالي ملاتړ او په هند کې له ویسټنډیز سره لوبې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

هندي امول شرکت چې د لبنیاتو په برخه کې سوداګري کوي، د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام لپاره یې د افغان لوبډلې د مالي ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه.
۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې افغان لوبډلې د دوهمه درجه هېواد په توګه ګډون کړی و، خو سږ کال افغان لوبډله د یو بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته ننوتې او ښایي ښه وځلېږي.
افغان کرکټ ملي لوبډله اوس په سکاټلېنډ کې ده او نن چهارشنبې په ورځ د می په اتمه نېټه له سکاټلېنډ سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه پیلوي.
60052807 2352898488298069 6968566020940234752 n د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مالي ملاتړ او په هند کې له ویسټنډیز سره لوبې
د هندوستان امول کمپنۍ به نړیوال جام کې د افغان لوبډلې ټول مالي ملاتړ په غاړه واخلي او افغان لوبغاړي به د دې شرکت لوګو په خپلو لباسونو ولګوي.
پرون ماسپښین په ډیلي ښار کې د دې شرکت له خوا رسمي قرارداد لاسلیک شو او د افغان کرکټ بورډ له مشرتابه سره یې هوکړه وکړه.
د افغان بورډ اجرایوي مشر اسدالله خان دا مسله تائید کړه او د سپورټ سټار په نامه چېنل به دا لوبې خپروي هم.
اسدالله خان ویلي نړیوال جام کې به دوی زمونږ مالي ملاتړ کوي، دی زیاتوي مونږ به د دغه شرکت له مشرانو سره راتلونکې اونۍ یو ځل بیا جرګه شو او د تل لپاره به ورڅخه د سپانسر او مالي ملاتړ غوښتنه وکړو.
د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ویلي دا زمونږ لپاره یوه ستره لحظه ده او په پوره ډول خوښ یوو، چې نړیوال جام لپاره مو دا کمپنۍ مالي ملاتړ کوي.
دغه راز د یادې هندي کمپنۍ استازي ډاکټر آر ايس سودهي Dr. RS Sodhi هم د اسدالله خان څرګندونو ته په اشارې سره ویلي:
59701963 2352898418298076 4993941526565355520 n د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مالي ملاتړ او په هند کې له ویسټنډیز سره لوبې

«موږ هم ډېر خوښ یو چې د لومړي ځل لپاره له افغان لوبډلې مالي ملاتړ کوو او امول هم هیله څرګندوي څو افغان لوبډله په نړیوال کرکټ کې لا ډېر پرمختګ وکړي او وځلیږي او هیله لرو دوی به په نړیوال جام کې له ځانه ډېره وړتیا وښيي.»

افغان لوبډله د ویسټ انډیز کوربتوب کوي
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې هندوستان له افغان کرکټ بورډ سره د دوو لوبغالو مرسته هم کړې ده، ګرېټر نوېډا او ډېراډون هغه لوبغالي دي، چې افغان لوبډلې ته یې د هوم ګراونډ په توګه ورکړي دي.
د کرکټ بورډ په وېنا افغان لوبډ‌له به په اکټوبر میاشت کې د ویسټ انډیز د شل اوریزو لوبو کوربتوب وکړي، دا لوبې په دېرادون سیمه کې ترسره کېږي.