افغان لوبغاړي د ویسټ انډیز په سوداګریزو سیالیو کې واخیستل شول

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته
یاران سپورټس

تېره شپه په ویسټ انډیز کې د سي پي ایل سیالیو لپاره بولي ترسره شوه، چې پکې یو شمېر افغان لوبغاړي مختلفو لوبډلو کې واخیستل شول.
د اتم پړاو سي پي ایل یا کاربیئن سوداګریزو کرکټ سیالیو لپاره د دوشنبې ماخستن بولي ترسره شوه، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي هم واخیستل شول.
محمدنبي عیسی خېل، نوراحمد، راشدخان ارمان، رحمان الله ګربز، قیس احمد او نوین الحق هغه لوبغاړي دي، چې یاد لیګ کې واخیستل شول.
د سي پي ایل سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ میاشت په ۱۸مه نېټه پېلېږي او د سپټمبر تر ۱۰ مې نېټې دوام کوي. یاد لیګ کې ټولې ۳۴ لوبې کېږي، چې نیمه پایلوبې او پایلوبه هم پکې شاملې دي.
د سي پي اېل سوداګریزو کرکټ سیالیو اتلولي دوه ځلې باربادوس، دوه ځلې ټرېنباګو نایټ رایډرز، دوه ځلې جېمکا ټلاواس او یو ځل ټوباګو او ټرېنېډاډ لوبډلو ګټلي دي.
سږ کال به جمېکا ټلاواس لوبډله له خپلې اتلولۍ د دفاع هلې ځلې کوي.
افغان لوبغاړي او کاربین لیګ کې یې کارنامې
له دې وړاندې کارابین سوداګریز لیګ یا سي پي اېل کې راشدخان، قیس احمد او محمد نبي لوبېدلي وو.
راشدخان په لومړي ځل دغه لیګ کې د امازون لوبډلې په ګټه په ۲۰۱۷م کې هېټرېک وکړ او د کرکټ نړۍ یې حیرانه کړه. ۲۰۱۹م کال هم په دې لیګ کې راشدخان او قیس احمد ولوبېدل.
قېس پروسږ کال په سي پي ایل کرکټ لیګ کې مطرح لوبغاړی بلل کېده، چې سخت وخت کې به پرې لوبډلې د توپ اچونې تکیه کوله.
او محمدنبي عیسی خېل ۲۰۱۷م کې له پېټرېټس لوبډلې سره لوبېدلی و، چې الراونډرۍ یې د لوبډلې مالکان خوښ کړي وو.
راشدخان او رحمان الله ګربز په باربادوس ټرایډېنټس لوبډله کې واخیستل شول، قېس احمد او نوین الحق په امازون وریئرز لوبډله کې او محمدنبي عیسی خېل او نوراحمد لکڼوال په سېنټ لوسیا زوکس لوبډله کې وپېرل شول.
222.JPG