په تېر یوه کال کي؛ د افغان لوبډلې غوره لوبغاړي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

لیکنه: فضل الله فضلي
افغان کرکیټ ملي لوبډلي په تېر یوه کال کي د زیاتو لاسته راوړونو ترڅنګ خپلي لومړۍ دوې ټیسټ لوبي وکړې.
په لومړۍ ټیسټ لوبه کي یې له هند څخه ماته وخوړل خو لومړۍ د ټیسټ لوبي بریا یې له ایرلینډ څخه ترلاسه کړل.
همداراز افغان لوبډلي د ۲۰ اوریز لوبو وروستی سریز هم له ایرلینډ څخه په ریکارډونو کي وګټئ.
ددې ترڅنګ افغان لوبډلي د پنځوس اوریزو لوبو وروستی سیریز تېره ورځ له سکاټلینډ څخه وګټئ.
دا چي د تېر عیسوي کال د جون میاشتي له ۱۸ نېټې څخه کومو افغان لوبغاړو د خپلي لوبډلي لپاره ښې لوبي کړي؟ دلته یې ولولئ:
اوس مهال د ټیسټ لوبي لوبډلمشر رحمت شاه د ټیسټ لوبي په څلورو پاڼیو کي ۱۹۲ منډي جوړي کړي او لومړی دئ.
دوهم افغان لوبغاړی حشمت الله شاهدي دئ چي ۱۱۲ منډي او پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان دریم لوبغاړی دئ چي په ټیسټ لوبه کي تر ټولو ډېري ۱۰۳ منډي یې جوړي کړي.
تراوسه د ټیسټ لوبي په توپ اچونه کي راشدخان ۹ ویکيټي لري او په تېز توپ اچوونکو کي یمین احمدزي هم ۹ ویکيټي ترلاسه کړي.
دریم نوی لوبغاړی وقار سلامخېل دئ، چي په خپله لومړۍ ټیسټ لوبه کي یې تراوسه څلور ویکیټي ترلاسه کړي.

د تېر یوه کال په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کي د افغان لوبډلي لپاره ترټولو ډېري منډي حشمت الله شاهدي کړي، چي ۴۸۴ دي او دا منډي یې په ۱۲ پاڼیو کي کړي دي.
ورپسې رحمت شاه دئ، چي په ۱۴ پاڼیو کي يې ۴۳۸ منډي کړي او دریم لوبغاړی اصغر افغان دئ، چي په ۱۳ پاڼیو کي یې ۴۲۷ منډي جوړي کړي.
د یو ورځنیو لوبو د تېر یوه کال په توپ اچونه کي راشدخان بیا هم لومړی دئ، چي په ۱۳ لوبو کي یې ۲۳ ویکيټي ترلاسه کړي دي.
دوهم افتاب عالم دئ، چي ۱۷ ویکیټي یې اخیستې خو مجیب بیا دریم دئ، چي ۱۶ ویکيټي یې په تېر یوه کال کي ترلاسه کړي دي.
د شل اوریزو لوبو په لړۍ کي بریدګر او نړیوال ریکارډ جوړوونکی لوبغاړی حضرت الله ځاځي په تېر یوه کال کي د خپلي لوبډلي لپاره په پنځو لوبو کي ۳۶۰ منډي جوړي کړي.
دوهم محمدنبي دئ، چي پوره ۲۰۰ منډي لري او دریم لوبغاړی عثمان غني دئ، چي ۱۵۳ منډي لري.
د شل اوریزو لوبو په توپ اچونه کي مجیب الرحمن ۹ ویکیټي لري دوهم دئ او محمدنبي بیا ۸ ویکیټي لري دریم لوبغاړی دئ.
خو تر دوی دوه چنده ډېر ویکټي راشدخان لري، چي په تېر یوه کال کي یې ۲۶ ویکیټي ترلاسه کړي او د افغان لوبډلي لپاره د شل اوریزو لوبو لومړی توپ اچوونکی دئ.

افغان کرکیټ لوبډله اوس مهال ترټولو لوی چلینج د پنځوس اوریز کرکیټ نړیوال جام په مخکي لري او لومړی لوبه یې د اسټرالیا خلاف ده.
د بورډ چارواکو، لوبډلمشر او لوبغاړو تراوسه په څو ځلو ویلي چي په خورا لوړ مرال سره د نړیوال جام پر لور سفر پیلوي، خو دوی ورسره په څنګ کي د خپلو هیوادوالو څخه د قوي ملاتړ غوښتنه هم کړې.