د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې درې پیاوړي لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران د افغان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوي دي.
دغه درې لوبغاړ نږدې دوه میاشتې وړاندې د انګلستان په کورنیو بلاسټ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه انګلستان تللي و، چې اوس بيرته د خپلې کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوي دي، خو څلورم لوبغاړی ظاهر خان لا هم په انګلستان کې دی.
د معلوماتو له مخې دغې افغان لوبغاړو د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ایرلینډ خلاف د سیالیو لپاره په انګلستان کې لوبې پای ته رسولې دي او د ایرلینډ خلاف په رسمي سیالیو کې به د افغان لوبډلې لپاره ولوبیږي.
نن د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۶ لوبو سلسله پیلیږي، چې لمړۍ درې لوبې یې ۲۰ اوریزه او وروستۍ درې یې ۵۰ اوریزه دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ایرلینډ خلاف دغه سیالیو ته د لا ښه چمتوالي او تمریناتو په موخه لمړی انګلستان ته تللې وه او د تمریناتو پرمهال یې د سر پال ګیټي لوبډلې ته، چې پکې د انګلستان، سکاټلینډ او یو شمیر نورو لوبډلو لوبغاړو برخه اخیستې وه؛ ماته ورکړه.
افغان لوبډله اوس ایرلینډ ته رسیدلې ده او نن شپه به د ایرلینډ خلاف په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې بخت وازمايي.
سیالي د افغانستان پر وخت د ماښآم په ۷ نیمو بجو سره پیل کیږي، چې په ژوندی بڼه به هم خپره شي، خو په افغانستان کې یې تر اوسه د رسمي خپریدو څرک نه لګي.
د ایرلینډ کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه لوبه به د ایرلینډ ترڅنګ د اسټرالیا، نیوزیلنډ او انګلستان تلویزیوني شبکو لخوا په ۱۵۰ هېوادونو کې نشر شي، خو تر دې مهاله په افغانستان کې د کوم تلویزیون سره هوکړې ته نه دي رسیدلي.