کریم صادق په ۲۰۱۰ م کال کې خپله لومړنۍ سلیزه په کمبوسډون نوي کرکټ لوبغالي کې د سکاټلېنډ خلاف ووهله، ۱۱۴ ناسوځېدلې منډې یې کړې وې.
نورعلي ځدران خپله لومړۍ سلیزه د کاناډا خلاف په ۲۰۱۰ م کال کې په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ووهله او ۱۱۴ سوځېدلې منډې یې جوړې کړې وې.
۲۰۱۰ کال کې شهزاد محمدي د کاناډا خلاف ۱۱۸ منډې جوړې کړې وې او لوبه یې په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړې وه.
څلورمه سلیزه د افغانستان لپاره په ۲۰۱۳ م کال کې نوروز منګل د سکاټلېنډ خلاف په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کړه، نوموړي ۱۱۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې وې.
نوروز منګل د سکاټلېنډ خلاف له سلیزې یو کال وروسته په ۲۰۱۴ م کال کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې ۱۲۹ منډې وکړې او دغه سلیزه یې د کرکټ نړۍ والې شورا لوبغالي کې د دوبۍ په ښار کې وهلې وه.
عثمان غني په ۲۰۱۴ م کال کې خپله لومړۍ سلیزه د زِمبابوې خلاف د زِمبابوې په بولوایو سیمه کې په کوینز سپورټس کرکټ کلب لوبغالي کې ووهله، ۱۱۸ منډې یې ترسره کړې وې.
په ۲۰۱۵ م کال کې شهزاد محمدي په شارجه لوبغالي کې د زِمبابوې خلاف د یو ورځنیو لوبو تر ټولو لوړې منډې وکړې؛ نوموړي ۱۳۱ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې او تر اوسه یې همدا منډې بهترینې دي.
۲۰۱۵ م کال کې محمدنبي عیسی خېل خپله لومړۍ سلیزه د زِمبابوې خلاف په زِمبابوې کې په کوینز سپورټس کلب کرکټ لوبغالي کې په بولوایو سیمه کې ثبت کړه، هغه ۱۱۶ منډې وکړې.
رحمت شاه زُرمتي په ۲۰۱۸ م کال کې د زِمبابوې خلاف سلیزه ثبت کړه او دا سلیزه یې په شارجه لوبغالي کې ووهله . زُرمتي ۱۱۴ منډې جوړې کړې وې.
په ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې شهزاد محمدي د هندوستان خلاف په ۱۱۶ توپونو ۱۲۴ منډې وکړې او لوبه هم په دوبۍ نړۍ وال لوبغالي کې ترسره شوه.
اصغر افغان هم په ۲۰۱۸ م کال کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې سلیزه وهلې وه.
د افغانستان لپاره څلور سلیزې په زِمبابوې، یوه سلیزه په هندوستان، دوه سلیزې د سکاټلېنډ، دوه د کاناډا او دوه سلیزې بیا د عربي متحده اماراتو پر وړاندې وهل شوي دي.
شهزاد په یو ورځنیو لوبو کې تر دې دمه ټولې پنځه سلیزې وهلي، محمد نبي تراوسه یوه سلیزه وهلې، اصغر افغان یوه سلیزه، رحمت شاه زرمتي درې سلیزې، کریم صادق، نورعلي ځدران ، عثمان غني یوه ، یوه سلیزه او نوروز منګل دوه سلیزې وهلي دي.
چې په دې ډول د افغانستان ۸ لوبغاړو ۱۵ سلیزې وهلي دي.