غني، مذاکراتي پلاوي ته: زموږ اساسي موخه پرمختللی افغانستان او د جګړې پای ته رسول دي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
راپور: بشر درویش

افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر محمدمعصوم ستانکزي وویل چې سوله د افغانستان د خلکو لویه هیله او غوښتنه ده او د سولې مشورتي لویې جرګې د ملي ګټو او ازادې ټولنې پر بنسټ د دې لپاره حدود ټاکلي.
هغه زیاته کړه، زموږ د متحد ټیم هڅه به د خلکو دغسې اساسي هیلې ته چې تلپاتې سوله ده، رسېدل وي.

د افغان ولس ملاتړ درسره دی !

دې ناسته کې ولسمشر اشرف غني وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د پرلپسې هڅو په پایله کې د سولې دغه حساس پړاوو ته رسېږي او تاسو د واحد او منسجم ټیم په توګه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب له طالبانو ډلې سره د سولې مذاکرات پیلوي.

هغه زیاته کړه، زموږ ملي وثیقې چې اساسي قانون دی، زموږ ټولو لپاره حدود مشخص کړي دي.

ولسي او ملي ټیم

ولسمشر غني وویل:

«د سولې مذاکره کوونکي پلاوي په ترکیب کې زموږ علما، ښځې او ځوانان هر یو خپل ملي او سیاسي وزن لري او دوی به زموږ د ټولنې د هرې برخې او قشر ښه استازولي وکړي، ځکه چې مطلق ولسي او ملي ټیم دی.»

د تاوتریخوالي پای ته رسول

ولسمشر غني وړاندې وویل:

«د ملي، سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په وجود کې زموږ مطلوبه موخه پرمختللی، ازاد، متحد، خپلواک او سوله ییز افغانستان دی. زموږ د پلاوي اساسي موخه په اساسي توګه د تاوتریخوالي پایته رسول دي، ځکه خلک تلپاتې سوله او د نوې ټولنې د ارزښتونو ساتنه غواړي.»

هغه په ټینګار ویلي؛ دولت د سولې پروسه کې خپلې ټولې هغه ژمنتیاوې چې نړیوالې ټولنې یې هیله لرله، عملي کړي او د طالب زندانیانو ازادول سولې ته د دولت د ژمنتیا څرګند ثبوت دی.

عبدالله: پلاوی د ټولو استازیتوب کوي

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ته په خطاب کې وویل، تاسو د افغانستان د دولت او خلکو ټینګ ملاتړ څخه برخمن یاست او د مذاکراتو په جریان کې به د ملي واکمنۍ، ملي ارزښتونو او ملي ګټو  د ساتنې، د جمهوریت، د ښځو د حقونو، بیان ازادۍ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټینګ ملاتړ لپاره د قربانیانو د کورنیو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوئ.
ښاغلي عبدالله وویل:

«ستاسو ترکیب د افغانستان تنوع تمثیلوي. واحد ټیم او واحد غږ زموږ د عظیم ملت استازیتوب کوي. د افغانستان دولت د سولې پروسه کې خپل ټینګ عزم ښودلی، ځکه د طالب بندیانو ازادول اسانه تصمیم نه و او سولې ته د رسېدو لپاره تاسو د افغانستان د خلکو د هیلو استازیتوب کوئ.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ د دغې غونډې په پای کې جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان د خلکو هیله داده چې د سولې په مذاکراتو کې د تاوتریخوالي پر کموالي او دایمي اوربند توافق وشي، ترڅو ژر تر ژره تلپاتې او باعزته سولې ته چې زموږ د ټولو هیوادوالو هیله ده ورسېږو.

بندیان او د مذاکراتو پيل

دا په داسې حال کې ده چې په د افغان دولت یوه تخنیکي ډله قطر ته رسیدلې او ټاکل شوې چې نن به مذاکراتي پلاوی هم قطر ته روان او بین الافغاني خبرې به پيل شي.
ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو تبادله بشپړه شوې ده. ویل شوي د افغان کمانډو ځواکونو دوه وروستي سرتیري چې له طالبانو سره په بند کې ول ازاد او افغان حکومت ته وسپارل شول.

د افغان حکومت سرچینو ویلي چې ددوی سرتیري راخوشې شوي دي. خو بل پلو یو شمیر سرچینو ویلي ول چې ۲۴ افغان کمانډویان له طالبانو سره بندیان ول.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې ددوی بندیان دقیق شوي او خوشې شول ځکه د طالبانو سره تبادلې صورت ونیوه.
همداراز ویل شوي چې د طالبانو پاتې ۴ سوه بندیان هم خوشې شوي دي او یوازې ۷ هغه طالب بندیان چې فرانسې او استرالیا یې پر نه خوشې کیدو ټینګار کاوه، نه دي خوشې شوي او دا به قطر کې نظر بند ساتل کیږي.