د افغانستان د سولې په اړه بین الافغاني خبرو کې د شل ورځنۍ رخصتۍ وروسته دواړه پلاوي له دوحې وتلي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی پلازمینې کابل او د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته تللي دي.
طالبانو ویلي چې دوی د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او نورو چارواکو او مسوولینو سره ګوري.
د طالبانو دې وروستۍ سفر ته چې یوه حساس وخت کې شوی، پر ټولنیزو رسنیو خلکو خورا ډیر منفي غبرګونونه ښودلي.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس او اوسني سیاسي فعال رحمت الله نبیل یوه پيغام کې د طالبانو د وروستي سفر راپور ته په غبرګون کې ویلي چې دا لوبه د پاکستان د ګټو لپاره روانه ده.
هغه پر خپله فیسبوک پاڼه د ملابرادر عکس او لیکل شوي متن سره چې شریک کړی دی لیکلي دي:
«هغه بله ورځ د افغانستان سیاسیون په پاکستان کې، بیا عمران خان او د ”آى اس آى“ مشر په كابل كې، پرون خليلزاد په پاكستان كې، نن ”ملا برادر“ په پاكستان كې، او بله ورځ به بیا ډاکتر صاحب غنی په پاکستان کې وي!»
نبیل پر افغانانو غږ کړی چې باید یو او راپورته شي. هغه دا سفرونه او خبرې د پاکستان د ګټو لوبه بللې ده.
ده وړاندې ویلي:
«كه افغانان خپله متحد نشي او غږ جګ نکړي، دا ټوله لوبه د پاكستان د ګټو لپاره ده.»
https://www.facebook.com/RahmatullahNabil/posts/3525355647500623
طالبان ولې پاکستان ته؟
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ یوه ټویټ کې ویلي چې پاکستان ته د دوی د سفر موخه له پاکستاني چارواکو سره پر بیلابیلو مسایلو غږیدل دي.
دوی ویلي چې پر افغان کډوالو او نورو موضوعاتو به له لومړي وزیر عمران خان او نورو پاکستانیو مسوولینو سره وګوري.
د خلکو غبرګونونه
یوازې رحمت الله نبیل نه، بلکې ډیرو افغانانو او مشرانو پاکستان ته د طالب پلاوي پر سفر نیوکې کړي او ویلي یې دي چې طالبان پاکستان ته ددې لپاره لاړل چې هلته له طالب مشرانو سره د افغان حکومت پر غوښتنو مشورې وکړي، نظرونه واخلي او ورسره وروستي شوي جریانات شریک کړي.
حمدالله مومن لیکلي:
«له قطر څخه ۳۰% خاورې پلاوي کابل ته، او ۷۰% خاورې پلاوي اسلام آباد ته سفر وکړ. راځه چې شو غاړه په غاړه مرور»
خبریال صادق ترابزي لیکلي:
«طالبان هر ځل پاکستان ته د سفر پلمه د مهاجرینو ستونزې او سوداګرۍ موضوعات یادوي، نه سوداګري ښه شوه، نه د مهاجرینو ستونزې کمې شوې او نه د طالبانو سفرونه پای ته رسیږي. د دوحې له اوږده سفر او درې میاشتني مذاکراتو وروسته هر څوک خپل کور ستانه شول. د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی چې عمران خان او قریشي سره وګوري.»
پر فیسبوک او ټویټر یو شمیر خلکو ویلي چې له روانې دغسې بدبختۍ او د نورو له مداخلو د خلاصون یوازینۍ لار دا ده چې افغانان سره خپلو کې ژر جوړ شي او اړتیا پیدا نه شي چې نورو ته ورشي او نظرونه یې واخلي.