
د نړیوال جام دولسم پړاو راروان دی او یواځې ۱۲ ورځې ورته پاتې دي، دې پنځوس اوریز نړیوال جام ته هرې لوبډلې اوپنران لوبغاړي اعلان کړي دي.
انګلستان او اوپنران یې
د انګلستان لوبډله چې په یو ورځنیو لوبوکې لومړۍ ده، دوه پیاوړي ښي لاسي اوپنران یې د نړیوال جام لپاره اعلان کړي دي، جاني بېرسټو او جېسن رای دواړه چټک توپ وهونکي دي او کولای شي د لوبډلې لپاره په پیل کې ښه سټارټ ورکړي.
له دوی سره احتمالي اوپنر توپ وهونکی جو ډینلي هم کېدای شي.
جاني بېرسټو د پاکستان خلاف د سیریز په دریمه لوبه کې ۱۲۸ منډې وکړې او جېسن رای بیا د پاکستان خلاف څلورمه لوبه کې ۱۱۴ منډې وکړې.
د اسټرالیا اوپنران
اسټرالیا بیا د نړیوال جام لپاره دوه پیاوړي اوپنران اعلان کړي دي، د اسټرالیا لپاره به پیل اېرون فېنچ، ډېوېډ وارنر او یا هم عثمان خواجه کوي.
که چېرته وارنر او فېنچ اوپننګ وکړي، نو یو کیڼ لاسی او یو ښي لاسی به اوپننګ مخته وړي او همداسې که عثمان خواجه له فېنچ سره اوپننګ وکړي بیا هم مسله د یو کیڼ لاسي او یو ښي لاسي ده.
ښایي عثمان خواجه په ون ډاون راشي.
هندوستان او اوپنران یې
هندوستان هم د نړیوال جام لپاره دوه اوپنران چې شېکر دوان او روهېټ شرما دي، اعلان کړي دي، روهېت ښي لاسی او شېکردوان بیا کیڼ لاسی دی.
له دوی سره بل ټاپ ارډر توپ وهونکی کی ایل راهول هم دی.
پاکستان او پیلوونکي توپ وهونکي یې
پاکستان د نړیوال جام لپاره دوه کیڼ لاسي پیلوونکي توپ وهونکي د پیل لپاره په نوملړکې شامل کړي دي، امام الحق او فخرزمان دواړه کیڼ لاسي دي، فخرزمان پښتون دی او د مردان د سیمې اوسېدونکی دی او امام الحق بیا د پنجاب دی.
له دوی سره به احتمالي اوپنر عابد علي هم وي.
ویسټ انډیز او اوپنران یې
ویسټ انډیز هم د نړیوال جام لپاره دوه اوپنران اخېستي، چې کرېس ګېل کیڼ لاسی دی او شی هوپ بیا ښي لاسی دی.
له دوی سره بل احتمالي اوپنر ایوین لیویس دی.
سهیلي افریقا او اوپنران یې
سهیلي افریقا هم دوه پیاوړي اوپنران د ټیم لپاره ټاکلي دي، کاینټن ډیکاک کیڼ لاسی دی او هاشم امله بیا ښي لاسی ټاپ ارډر توپ وهونکی دی.
له دوی سره دوه نور احتمالي اوپنر ونډر رسي ډسېن دی او بل بیا اېدن مرکرم دی.
بنګله دېش او پیلوونکي لوبغاړي یې
بنګله دېش هم یو کیڼ لاسی او یو ښي لاسی توپ وهونکی د پیل لپاره انتخاب کړي دي، تمیم اقبال او لېټن ډاس دواړه د بنګله دېش لپاره په نړیوال جام کې اوپننګ کوي.
له دوی سره احتمالي اوپنر محمدمېتن دی.
نیوزیلېنډ او پیلوونکي توپ وهونکي یې
مارټېن ګوپټېل ښي لاسی او کولېن منرو کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، دوی دواړه د پیل لپاره ګومارل شوي دي.
له دوی سره بل احتمالي اوپنر کیڼ لاسی ټام لېتم دی.
۲۰۱۵ م کال پنځوس اوریز جام کې دوی سره اوپنر توپ وهونکی برېنډن مکالم و.
افغانستان او اوپنر توپ وهونکي یې
افغان لوبډله د اوپننګ لپاره یو کیڼ لاسی او دوه ښي لاسي توپ وهونکي لري.
حضرت الله ځاځی او شهزاد محمدي اوپنران دي؛ خو دوی سره احتمالي اوپنر توپ وهونکی نورعلي ځدران هم دی.
سریلانکا او پیلوونکي لوبغاړي یې
سریلانکا د نړیوال جام لپاره کیڼ لاسی توپ وهونکی دېموت کرونرټنی او ښي لاسی توپ وهونکی اوېشکا فرنېنډو اوپنران دي او ورسره احتمالي توپ وهونکی بیا ښی لاسی کوسال مېنډس دی.
که فکر وکړو، دې لسو لوبډلو کې اته لوبډلو یو کیڼ لاسی او بل ښي لاسی توپ وهونکي اوپننګ ته ټاکلي دي.
پاکستان بیا دواړه کیڼ لاسي توپ وهونکي ګومارلي دي او انګلستان بیا دواړه ښي لاسي توپ وهونکي د اوپننګ لپاره انتخاب کړي دي.
تاسې د یاران لوستونکي؛ دې ټولو کې کوم اوپننګ اغېزناک بولۍ او کوم اوپننګ جوړه به ښه مقاومت وکولای شي؟