د ملت ژبو سره نابلده وزیر؛ افغان سوداګرۍ وزیر سره باید مراجعین په انګلیسي وغږیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست اجمل احمدي کیدای شي د نړۍ له استثنایي هغو وزیرانو څخه وي، چې د خپلو خلکو په ژبو نه پوهیږي.
هغه څه موده مخکې له دې کبله سختو اعتراضونو سره مخ شو.
د مامورینو اعتراض
اجمل احمدي څه وخت مخکې د ولسمشر غني له لورې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست وټاکل شو.
هغه تر دې مخکې په مالي او بانکوالۍ چارو کې د ولسمشر غني ستر سلاکار او د هغه له ترټولو نیږدې سلاکارانو څخه و.
اوس هم هغه په اقتصادي برخه کې د غني له ترټولو نیږدې کسانو ګڼل کیږي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست په توګه له ټاکل کیدو څه وخت وروسته د وزارت کارکوونکو کاري اعتصاب وکړ.
دوی سره له دې، چې زر یې غږ خاموشه کړل شو، خو څرګنده یې کړه چې وزیر ورسره په ژبه نه پوهیږي او د پښتو او دري ژبو پرځای په انګلیسي ژبه خبرې، کاري راپورونه او مفاهمه ورڅخه غواړي.
د سوداګرۍ وزارت هم زر دا اعتراض خاموشه کړ او هم یې موضوع زر له رسنیو پټه او کراره کړه.
ادعا ریښتیا ده کنه؟
خبره تر مامورینو محدوده نه ده؛ د افغانستان یوه مطرح مدني او رسنیز فعال باري سلام هم پرخپلې فیسبوک پاڼې دا موضوع رسوا کړې او ویلي چې اجمل احمدي پر پښتو او دري ژبو نه پوهیږي.
د سیاسي چارو څېړونکي سید انتظار خادم هم دا موضوع نقد کړې او پر حکومت یې د داسې وزیرانو د ګومارنې په تړاو نیوکه کړې.
د افغان حکومت یوه لوړپوړي چارواکي هم په یوه خصوصي مجلس کې، چې د لیکنې لیکوال پکې حاضر و، پر پښتو او دري ژبو د اجمل احمدي د نه پوهیدو خبره تایید کړه.
هغه وویل: زه ورسره په مجلسونو کې مخ شوی یم، په انګلیسي خلکو سره غږیږي.

اجمل احمدي شا او خوا دوه میاشتې وړاندې د یاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی

د وړتیاوو ستاینه
له دې ټولو سره د اجمل احمدي شناخته خلک هغه یو بېساری اقتصادي استعداد ګڼي او وایي چې د افغان حکومت د ګڼو لوړپوړو چارواکو برعکس هغه یو پرکاره، له وړتیاوو ډک او کار ته ژمن چارواکی دی.
د سرچینو په حواله له همدې کبله، هغه ولسمشر غني ته ډېر نیږدې دی او زیات حساب ورباندې کیږي.
احمدي څوک دی؟
د افغانستان د اقتصاد د عالي شورا په وېب پاڼه کې د احمدي د ژوند په اړه لنډ معلومات خپاره شوي.
سرچینې لیکلي، چې احمدي د هارواډ له پوهنتون څخه د ماسټرۍ ترکچې اقتصادي زده کړې لري.
همدا شان یې اته کاله په نویو اقتصادي بازارونو کې د پانګونې د پياوړتیا په برخه کې کار کړی.
د احمدي زیاته کاري سابقه له نړیوال بانک او یو شمېر مهمو امریکایي کمپنیو سره تړاو لري.
غوره وزیر که سلاکار؟
د احمدي په اړه پورته شوي بحثونه تر ډېره پر دې پایلې را ټول دي، چې هغه د ولسمشر غني لپاره یو غوره اقتصادي سلاکار و، خو غوره وزیر نه شي کیدای.
دلیل یې دا ګڼل شوی، چې هغه باید د یوه اجرایوي چارواکي په توګه له مختلفو قشرونو سره نیږدې شناخت، اړیکې او راشه ـ درشه ولري، چې د خلکو په ژبو د نه پوهیدو له کبله یې نه شي لرلای.
ډېرو نظر ورکوونکو ټینګار کړی، چې داسې کسان باید په لازمو ځایونو کې دندې ولري، نه چې هر ځای د ولسمشر زړه غواړي هلته یې وګماري.
د حکومت چوپتیا
د اجمل احمدي په اړه د بحثونو له پيله تراوسه نه د سوداګرۍ وزارت او نه د حکومت نورو سرچینو څرګند ځواب ویلی.
شنونکي همدا چوپتیا د حکومت د ملامتۍ او بې ځوابۍ دلیل ګڼي.