د افغانستان د باسکيټبال معلولینو ملي لوبډلي د حنالاهود کپ په نړیوالو سیالیو کی لومړی مقام خپل کړی.
دا لوبي د لبنان هیواد په کوربتوب د میزان میاشتي په لومړۍ نېټه پیل سوي وې، چي پرون د یادي میاشتي په شپږمه د افغان معلولینو ملي لوبډلي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
په دې ټورنمنټ کي د افغانستان په ګډون ۵ هیوادونو کوربه لبنان، فلسطین، لیبیا او سوریې هیوادونو ګډون کړی وو.
افغان لوبډلي د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کي لیبیا ته ۹۰ پر ۳۰، په دوهمه لوبه کي فلسطین ته ۵۹ پر ۱۷، په درېیمه لوبه کي سوریې ته ۹۶ پر ۳۱ او په څلورمه لوبه کي ئې بیا کوربه لبنان ته ۷۲ پر ۱۴ ماته ورکړه.
له هغه ورورسته افغانستان او لبنان تر نورو هیوادونو مخکي وه، چي پایلوبه هم دې دوو لوبډلو ترسره او په یاده پایلوبه کي یو ځلي بیا افغانستان ۶۱ پر ۲۷ لبنان ته ماته ورکړه.
په دې سره افغان لوبډله وتوانېده، چي د دوهم ځل لپاره د حنالاهود په نوم د معلولینو ترمنځ د باسکیټبال نړیوالو سیالیو اتلولي خپله کړي.
افغانان د دې سالیو په تېر پړاو کي هم لومړی مقام خپل کړی وو.
ټاکل سوې د افغانستان دا لوبډله او د ښځینه معلوله لوبډله دوې میاشتي وروسته د ۲۰۲۰م کال د پارالمپیک سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه د یو لړ سیالیو لپاره ټایلېنډ هیواد ته ولاړي سي.
د ۲۰۲۰م کال د پارالمپیک سیالۍ د جاپان په توکیو ښار کي ترسره کیږي.