خبريال: مدثر دعوت
د افغان فلم سېنما ۵۲مه کليزه ولمانځل سوه.
د افغان فلم ۵۲مه کليزه د د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير،د فرهنګ او هنر معين ،د سېنما تجربه کاره لوبغاړی ممنون مقصودي،د افغان فلم د رئيسي صحرا کريمي،د پوهنتونونو استادانو او سېنمايي لوبغاړو په شتون کې ولمانځل سوه.
#افغان_فلم امروز پنجاه و دومین سال تاسیس این نهاد سینمایی کشور را جشن گرفت. در این جشن، وزیر اطلاعات و فرهنگ، معین فرهنگ و هنر، روسای این وزارت، رییس و استادان دانشگاه هنر های زیبا، جمعی از فلمسازان و تئاتریست های کشور و رسانه های دیداری و شنیداری حضور به هم رسانیده بودند. pic.twitter.com/1blMcBDpq5
— Sahraa Karimi/ صحرا كريمي (@sahraakarimi) July 16, 2020
د افغان فلم د کليزې په وياړ د علومو د اکاډمۍ له لورې ۱۰۰ جلده کتابونه هم ورته ډالۍ سوه.
د اطلاعاتو او فرهنګ نوماند وزير طاهر زهير د مراسمو پرمهال خبرو کې افغانستان د سېنما په صنعت کې يو مصرفي هيواد ياد کړ.
نوموړي وويل چې افغانستان کې د سېنما د پرمختګ لپاره هيڅ مشخصه کړنلاره نسته ، موږ يو مصرف کوونکی هيواد يوو نه توليد کوونکی،دی وايي متاسفه يم چې د افغان سېنما په برخه کې لومړنۍ اړتياوي هم نسو پوره کولای.
د افغان سېنما مشهور او تجربه لرونکي لوبغاړي ممنون مقصودي د افغان فلم د راتلونکي لپاره هېله مندي وښوده.
نوموړي وويل که څه هم ځينو مهمو فلمونو باندې پانګونه ونسوه خو په کابل پوهنتون کې د هنرونو پوهنځۍ د سېنما په برخه کې ځوانان تربيه کوي چې د دوی تر روزلو وروسته به زموږ هيلې او ارمانونه پوره کېږي.
د افغان سېنما لوبغاړي وايي چې ۱۳۹۹ ه ل کال د سېنما لپاره ښه نه وو، ځکه په وروستيو ۶ مياشتو کې ۱۴ فلم جوړونکې او فلمي اداکاران مړه سويدي.
د افغان فلم د ۵۲مې کليزې پر مهال د افغان سېنما بيلابيلو ښځينه او نارينه لوبغاړو ته ستاينليکونه هم ورکړل سوه.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د شاه غازي امان الله خان له لورې سېنما پرانيستل سوه،خو افغان فلم د يوازنۍ دولتي سېنما په حيث په ۱۳۴۷ ه ل کې د محمدظاهر شاه په دوره کې جوړه سوه.
د ۱۳۹۸ ه ل کال د ثور په ۲۶مه نېټه صحرا کريمي د افغان سېنما په تاريخ کې د لومړنۍ ښځينه رئيسي په حيث د افغان فلم رئيسه وټاکل سوه.