افغان فلم د سرتېري په نامه فيستوال جوړوي

رنګین تجريدي ډیزاین

خبريال: مدثر دعوت

د افغان فلم اداره غواړي چې د سرتېرو د ملاتړ په موخه يو فيستوال جوړ کړي.

د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي ويلي چې د هيواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ په پار غواړي چې يوه جشنواره جوړه کړي.

ددغه فيسټوال لپاره د سرتېرو اړوند په بيلابيلو برخو کې د اثارو ترلاسه کولو بلنه ورکړل سوېده.

صحرا کريمي ويلي چې د اثارو د لېږدولو لپاره انلاین لينک ټاکل سويدی او هم کولای سي د ايميل له لاري یې ولېږي.

په غوښتل سويو اثارو کې اوږد داستاني فلم، لنډ داستاني فلم،اوږد مستند فلم، لنډ مستند فلم ،انمېشن او په موبايل اخيستل سوی لنډ فلم شامل دي.

ددې اثارو د استولو لپاره وروستۍ نېټه د کب لومړۍ ښودل سوېده.

په لېږل سويو اثارو کې تر ټولو غورو ته نقدي جائزې هم ورکول کېږي.