خبريال: مدثر دعوت
د افغان فلم ادارې د ملي بيرغ ملي ورځ ولمانځله.
افغانستان کې د سېنما يوازنۍ دولتي ادارې ” افغان فلم” د بيرغ ملي ورځ ولمانځله.
د زمري اوومه چې په ټول افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځي په نوم ياديږي،نن د افغانستان په ټولو ولايتونو کې په خورا شانداره ډول ولمانځل سوه.
د افغان فلم اداره چې اونۍ وړاندي ۵۲ کلنه سوه، رئيسي صحرا کريمي يې نن پر خپل ټويټر پاڼي د بيرغ د ملي ورځي يادونه کړې او د مراسمو د جريان عکسونه یې خپاره کړي.
صحرا کريمي ليکلي چې د بيرق ملي ورځ مو د لږو کسانو په شتون کې ولمانځله.
روز ملی بیرق افغانستان را در #افغان_فلم در جمعی کوچک تجلیل کردیم.
روز ملی بیرق افغانستان مبارک. 🇦🇫 pic.twitter.com/ZecTtjpA34
— Sahraa Karimi/ صحرا كريمي (@sahraakarimi) July 28, 2020
دې له خپلو همکارانو سره يو ځای د بيرغ د لېږد او پورته کولو مراسم ترسره کړي.
صحرا کريمي د افغان سېنما په تاريخ کې لومړنۍ ښځينه رئيسه ده چې د نوښتونو او پرمختګونو خبرونه يې اکثره وختونه د رسنيو سره شريک کېږي.