انټرنیټ افغان ښځو ته د زده کړو، کار او کور چارې اسانه کړي. څو افغان نجونې راسره خپلې تجربې شریکوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

انټرنیټ دا مهال د معلوماتو د ترلاسه کولو په یوه داسې سرچینه بدل شوی چې هیڅوک ترې ځان نه شي خوندي کولی او که وغواړي که ونه غواړي، کارولو ته یې اړه دی.
په افغانستان کې د اینټرنیټ په چټکۍ د خلکو ترمنځ پراخیږي. خو په دې دودیزه ټولنه کې لا هم د نجونو او ښځو له خوا د اینټرنیټ پر کارولو انتقادونه کم نه دي.
موږ د بیلابیلو انجونو نظریات راخیستي او ترې مو اوریدلي چې انټرنیټ د څه لپاره کاروي:
۱- له کوره د انیټرنیټ پر مټ دفتري کارونه

 
کاینات په یوې نړیوالې ادارې کې د ټرینرې په حیث دنده لري. نوموړې وايي؛ زه یوازې هغو ساحو ته ځم چیرته چې د میرمنو لپاره د روزنې کورسونه دایروم، دا چاره په میاشت کې درې ورځې وخت نیسي او نور وختونه په کور کې اوسم، ځکه میرمنو ته د ورکړل شویو موضوعاتو ثبوت لکه تصویرونه، ریپوټ او نور اړین مسایل دفتر ته په ایمیل لیږم اړتیا نلرم چې پرته له کومې جدي ستونزي کار ځای یا دفتر ته لاړه شم.

۲- انټرنیټ د مسلکي زده کړو لپاره
سلسله چې ننګرهار کې د طب پوهنځي محصله ده، انټرنیټ ددې لپاره استعمالوي چې په هغو مسایلو کې ورسره مرسته وکړي چې هغه ورته د پوهنتون په درسي موادو کې نه ترلاسه کیږي.
هغه وايي:

زه هره ورځ په یوټیوب کې د طب اړوند اړینې ویډیوګانې ګورم، ددې ترڅنګ پر فیسبوک مې ډیری هغه طبې صفحې خوښې کړي چې زما د مسلک اړوند نوي موضوعات خپروي او زه يې هم ډیره په مینه لولم، ځکه دا چاره زما مسلکي پوهه زیاتوي، د طب په برخه کې مې د نړۍ په نویو څیړنو او پرمختګونو خبروي، او د همدې اینټرنیټ په کارولو زه کولی شم راتلونکې کې یوه پیاوړې ډاکتره شم او خپلو خلکو ته تر نورو ښه خدمت وکړم.

۳- د پخلي زده کړې لپاره
کوژدن شوې مریم وايي:

مور مې په ما ددې لپاره آشپزي نه کوله چې زه به ښوونځي ته تلم، تر ښوونځې وروسته مې همداسې پوهنځی شروع کړ، بیا هم مور مې زړه ښه نه کړ چې زه يې د کور کار او یا هم پخلی وکړم.
کله چې کوژده شوم راسره اندیښنه پیدا شوه، که چیرې زما تر واده وروسته هم پخلی کول نه وي زده څه به کوم او څنګه کولی شم پخلی زده کړم؟
همدا وو چې په موبایل کې مې ځانته انټرنیټ فعاله کړ، تقریباً یوه میاشت کیږي چې په یوټیوب کې د آشپزۍ بیلابیلې ویډیو ګانې ګورم خو ښه یم چې په لږ وخت کې مې ډیر څه له انټرنیټه د پخلي په برخه کې زده کړي.

۴- د لیرې اړیکو نږدې کولو لپاره

ماریا هم یوه کوژده شوې انجلې ده.
هغې راته وویل:
زه چې څو ژوندۍ اوسم انټرنیټ به کاروم، ځکه اوس مې خاوند په کاناډا کې اوسیږي او زه له هغې سره د خبرو لپاره انټرنیټ کارومه او تر واده وروسته کاناډا ته د تګ اراده لرم، بیا مجبوره یم د خپلوانو او کورنۍ سره د اړیکو پاللو لپاره يې استعمال کړم.

انټرنیټ یوه وسیله ده چې د بلې هرې وسیلې په توګه ترې ګټور کار اخیستل کیدای شي. تر ډیره دا خلکو پورې تړلې چې انټرنیټ په سمه توګه کاروي او که په ناسمه توګه، خو ګڼې افغان نجونې او میرمنې له دې اسانتیا مثبت ګټه اخلي.
که څه افغان انجونې د کلتوري محدودیتونو له امله له زده کړو او د ټیکنالوژۍ له کارولو تر ډیره بې برخې دي، خو روزمره اړتیاوو او د شرایطو جبر اوس د بدو کلتورونو دا قلفونه ورو ورو ماتوي او داسې زمینه برابریږي چې ښځینه هم له خپلو حقونو ګټه پورته کړي.