د پارلماني ټاکنو په را نیږدې کیدو سره، د ناامنیو مخه دغو ټاکنو ته اوښتې او هڅه کیږي چې له ګډوډۍ سره مخ کړل شي.
په دې برخه کې بېلګې ډېرې دي، چې یادونه به یې دومره ضرور نه وي؛ خو دا ضروري بحث دی چې حکومت د دغو ټاکنو د امنیت ساتنې لپاره ولې لازم تدابیر نه نیسي، یا له پېښو وروسته مسولیت او ملامتي نه مني.
خندونکی منطق
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول ویلي، چې د ټاکنیزو نوماندانو او فعالیتونو په امنیت ساتلو کې خپله دغه نوماندان باید ډېره پاملرنه وکړي.
دوی، دلیل دا ښودلی چې وزارت د ټولو نوماندانو د امنیت ساتلو لپاره کافي ځواک نه لري.
د وزارت په دې خبره کې شک نشته، چې ریښتیا هم د ټولو نوماندانو د امنیت ساتلو لپاره کافي ځواک نه لرو، خو دا خندونکی منطق دی چې امنیت ساتنه یوازې د پولیسو د شمېر له مخې محاسبه شي.
زموږ دغه امنیتي ارګان، له داسې خندونکي منطق سره ثابته کړه چې دوی یا د ډېر ټیټ او داسې ظرفیت لرونکي دي چې حداقل د امنیت ساتلو په ترکیبي عواملو لاسم نه پوهیږي، یا په هرڅه پوه دي خو د خلکو سترګو ته خاورې شیندي.
د امنیت ساتلو په اړه ما غوندې عمومي معلومات لرونکي هم پر دې پوه دي، چې د با امنه هېوادونو د امنیت یوازینی دلیل د هغوی د پولیسو د لیکو بې حده پراختیا او د هر کس پر سر د یوه یا څو پولیسو موظفول نه دي.
په دې ډول، خندونکي منطق ممکنه نه ده، چې حکومت د ټاکنیز بهیر د امنیتي ننګونو په مخنیوي کې له خپلو ملامتیو د خلکو پام واړوي.
حکومتي ملامتۍ
د حکومتي ملامتۍ له یادونې هدف دا نه دی، چې له دې ملامتۍ څخه کومه سیاسي استفاده وشي.
ځکه، د حکومت منتقدین له نا امنۍ وراخوا هم پرحکومت د نقد ګڼ دلایل لري.
د حکومتۍ ملامتۍ د یادونې او د حل لپاره یې فشار حد اقل د دې لپاره هم ضرور دی، چې له دې وروسته حکومت د خپلو کمیو د پوره کولو لپاره لاس په کار شي.
حکومت، هم د اساسي قانون د صریح حکم، هم د خپلې وجودي فلسفې او هم د زرګونه نورو دلایلو له مخې مکلف دی چې د خلکو او ټاکنیز بهیر امنیت وساتي.
د حکومتولۍ منطق او پروسیجر په مشخص ډول دا حکم کوي، چې حکومت د ټاکنو په شان د یوې سراسري ملي پروسې له ترسره کولو مخکې باید د دغې پروسې د ښه ترسره کولو لپاره هراړخیز ممکن او موثر تدابیر ونیسي.
اوس، چې حکومت او امنیتي ادارو یې د دې پروسې له پیله مخکې، د ټاکنو کمیسون، ملت او نړیوالې ټولنې ته د ټاکنیز امنیت د ساتلو ډاډ ورکړی، لازمه ده چې دغه ژمنې تطبیق او د خپلو کمیو د پوره کولو لپاره لاس په کار شي.
تجربو ته په کتو سره، حکومت ترهغې دا کار پخپله خوښه نه کوي او برعکس د خپلو ملامتیو توجیه کولو ته همداسې دوام ورکوي، ترهغې چې لازم ولسي – مدني فشارونه پرې رانه وړل شي.