افغان کرکټ بورډ اجرایه رییس: هند دې کلکته یا نور مشهور لوبغالي راکړي

سپینه تجريدي ډیزاین

لیکنه: بهار سمسور
د افغانستان کریکټ بورډ سرپرست اجرایه رییس (CEO) اسدالله خان د روانې میاشتې په نهم تاریخ رسنیو ته ویلي؛ د هندي بورډ (BCCI) له مشرانو سره په کتنه کې به ترې غوښتنه وکړي تر څو د اوسني کوربه لوبغالي دهرادون پر ځای په کلکته او یا هم کوم بل داسې ایالت کې کوربه لوبغالی(home ground) د دوی په واک کې ورکړي تر څو هلته بهترین هوټلونه او ځیني نور سهولتونه چې د کریکټ مینوالو د ورتګ او نورو لپاره ضرور دي، هم ولري.
اجرایه رییس زیاتوي دهرادون ښه لوبغالی دی او دننه هر ډول اسانتیاوې لري؛ خو موږ غواړو چې هندی لوری زموږ سره دا همکاري وکړي تر څو تر دې هم ښه لوبغالی زموږ په واک کې راکړي.
اسدالله خان وایي د دې لپاره چې افغان غوره لیګ(APL) په هندوستان کې تر سره کړو نو بیا باید داسې ځای کې تر سره شي چې هلته ښه هوټلونه او د لوبغاړو د پاتې کیدو نورې اسانتیاوې پکې وي.
دی د مثال په توګه وایي کله چې نورې نړیوالې لوبډلې په هندوستان کې د افغانستان په کوربه توب ورسره لوبې کوي نو باید موږ یې په لویو ښارونو لکه کلکته او نورو کې کوربه توب وکړؤ.
اسدالله خان زیاتوي کله چې په ۲۰۲۱ کال کې موږ په خپل کوربه توب له اسټرالیا او ویسټینډیز سره په هند کې لوبیږو نو دغه لوبې باید په داسې ځای کې تر سره شي؛ چې هلته هر ډول سهولتونه شتون ولري.

دی د اترا پردیش د مرکز( لاکناو) نوم یادوي چې پنځه ستوریز هوټلونه لري او هلته افغان کریکټ مینوال هم بیخي زیات دي چې د لوبې پر وخت به لوبغالي ته هم ورشي.
اسدالله خان وایي د روانې میاشتې په ۱۶ تاریخ د هند کریکټ بورډ (BCCI)سره په لیدنه کې به ترې وغواړي چې د دهرادون پر ځای په بل ستر ښار کې د دوی د کوربه توب لپاره لوبغالی په واک کې ورکړي.
له دهرادون مخکې هندي کریکټ بورډ وروسته له هغې چې د دواړو اړخونو له لوري د همکارۍ تړون لاسلیک شو ګریټر نویدا لوبغالی افغان کریکټ بورډ ته په واک کې ورکړ، تر څو د خپل کوربه توب لوبې پکې وکړي او هم پکې د لوبډلو تمریني کمپونه په لار واچوي،خو وروسته د افغان کریکټ لوبډلې لپاره د هند په دهرادون کې دهرادون نومي کریکټ لوبغالی په واک کې ورکړل شو چې له ښاري چاپیرچل لرې دی او لکه څنګه چې د هند نور کریکټ لوبغالي سترو ښارونو کې موقعیت لري او هر ډول اسنتیاوې هم لري دهرادون ترې محروم دی؛ نو له همدې کبله افغان کریکټ بورډ غواړي راتلونکي کوربه توب لوبې په مشهورو هندي لویو ښارونو او ښکلو کریکټ لوبغالو کې ترسره کړي.
د سرپرست اجرایه ریس اسدالله خان له دې اشارې چې افغان غوره لیګ به د هند په ستر کوم ښار کې تر سره کړي، دا هم جوتیږي چې افغان کریکټ بورډ په پلان کې لري تر څو د کریکټ زیاته برخه په هند پورې وتړي؛ ځکه د افغان غوره لیګ لومړی پړاو په اماراتو کې تر سره شو، خو سره له دې چې د هغه وخت افغان کریکټ بورډ رهبرۍ دا ګام د ځان لپاره یوه ستره لاس ته راوړنه ګڼي، ولې تېره میاشت ځینو رسنیو په افغان لیګ کې د شوي فساد خبرونه خپاره کړل، چې د کریکټ نړیوالې شورا هم پرې څیړنې کړي دي.
افغان غوره لیګ پر یوې هندي کمپنۍ سنکسر باندې پلورل شوی او دوهم پړاو ته یې کریکټ مینوال انتظار دي چې په څومره مثبت توپیر به کوم ځای ترسره شي؛ خو د اسدالله خان د راتلونکي ناستې او پلان څخه جوتیږي داسې چې هندی له پیسو ملامال بورډ چې له افغان کریکټ بورډ سره یې همکاري د پام وړ ده د افغان لوري غوښتنه به پر ځمکه ګزار نه کړي.