افغان بوکسر د انګلستاني سیال خلاف تیاری په افغانستان کې کوي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

 له افغانستان څخه بهر په لندن کې میشت افغان بوکسر سهیل احمد د خپلې راتلونکې سیالۍ د چمتولي په موخه کابل ته راغلی.

سهیل احمد د د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ اصلي هستوګن دی، خو له کلونو راهیسې په لندن کې اوسیږي او د سوک وهنې په برخه کې لوبې ترسره کوي.

47294000 2337781176297283 5887778303091146752 n افغان بوکسر د انګلستاني سیال خلاف تیاری په افغانستان کې کوي

 دغه لوبغاړي تر دې مهاله د سوک وهنې یا (Boxing) ۱۴ رسمي نړیوالې لوبې ترسره کړې، چې په ۱۳ لوبو کې یې بریاوې خپلې کړې دي.

  سهیل احمد څو ورځې وړاندې له خپلې رسمي فیسبوک پاڼې څخه ویډیوي پیغام خپور کړ، چې پکې ویلي و، د انګلستاني سیال خلاف راتلونکې لوبې د چمتوالي په موخه افغانستان ته راځي، چې د هېواد د سوک وهنې له نورو افغان لوبغاړو سره به خپل تمرینات ترسره کړي.

50069601 2419649101443823 583565079182573568 n افغان بوکسر د انګلستاني سیال خلاف تیاری په افغانستان کې کوي

 نوموړی تیره ورځ کابل ته راستون شو، چې په هوايي ډګر کې د هېوادوالو له تود هرکلي سره مخ شو.

سهیل احمد په خپلو خبرو کې له رسنیو سره وویل، ډېر خوښ دی چې یوځل بیا هېواد ته راستنیږي، تر څو د بهرنۍ سیالۍ لپاره په کابل کې غوره تمرینات وکړي او هیله لري، چې راتلونکې سیالۍ کې هم د بریا په خپلولو سره د افغانستان بیرغ د نړۍ د لوبو په ډګرونو کې ورپوي.

46984707 2329018097173591 8201944379103903744 n افغان بوکسر د انګلستاني سیال خلاف تیاری په افغانستان کې کوي

 دا لمړی ځل دی، چې یو افغان لوبغاړی له لندن څخه د خپلې سیالۍ د چمتوالي به موخه کابل ته راځي او د سیالۍ لپاره تمرینات ترسره کوي.

د معلوماتو له مخې، دغه بوکسر افغان لوبغاړی به راتلونکې نړیواله رسمي لوبه د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فیبرورۍ میاشتې په دویمه نېټه په د انګلستاني سیال خلاف په انګلستان کې ترسره کړي.