راپور: صابر حمیدي
په جنوبي آسیايي سیالیو کي د ګډون په موخه د افغانستان د بدن ښکلا ۱۴ کسیز ټیم پرون د سې شنبې په ورځ نیپال هیواد ته ولاړ.
د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مسئولین وايي، چي په دې سفر کي د یادو ۱۴ لوبغاړو ترڅنګ د ټيم مشر، روزونکي او یوه لوبڅار هم ګډون کړی.
د دوي په خبره، په دې لوبغاړو کي ۱۲ هغه دي، چي دلې په افغانستان کی اوسیږي، خو ۲ بیا هغه افغان لوبغاړي دي، چي په هندوستان او ایران کي د مهاجرینو په توګه ژوند کوي.
د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون د معلوماتو له مخي، چي دا ۲ تنه لوبغاړي یو احمد رضا محمدي دئ، چي مخکي د ایران لپاره د یاد هیواد په ملي لوبډله کي لوبېدی او له دې څخه به وروسته د افغانستان لپاره لوبیږي او بل لوبغاړی بیا حمید خوشدل دئ، چي د هند په ممبي ښار کي ژوند کوي.
احمد رضا محمدي د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون په غوښته د افغان ملي ټیم سره یوځا سو.
محمدي وايي، چي دا مي یوه هیله وه، چي یوه ورځ د افغانستان په لباس کي وځېلیږم.
په نیپال کي ددې سیالیو دا ۱۲م پړاو دئ، چي د بدن ښکلا او فیټنیس برخو کي لوبغاړي پکښي لوبیږي. د بدن ښکلا او فیټنس په برخو کي به افغان لوبغاړي پر داسي مهال ګډون وکړي، چي ددې سیالیو په نهم او لسم پړاونو کي، چي ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونه وه افغانستان پکښي لومړي مقامونه خپل کړي دي.
د افغانستان د بدن ښکلا فدراسیون هیله ښودلې، چي دا ځلي به هم افغانان ښه وځلیږي او اتلولۍ ته به ځان رسوي.