۸ افغان توپ وهونکي د یو ورځنیو لوبو په نړیوالو غوره لوبغاړو کې راغلي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام د لومړي پړاو له پای څخه وروسته په یو ورځنیو لوبوکې د لوبغاړو نوې درجه بندي خپره کړې.
په دې درجه بندۍ کې اته افغان توپ وهونکي هم راغلي دي.
د نړیوالې درجه بندۍ په لومړي سر کې دوه هندي توپ و هونکي، ویرات کولي لومړی او روهېت شرما دوهم دی.
دریم پاکستانی بابر اعظم دی.
د روهېت شرما او ویرات کولي ترمنځ یواځې شپږ نومرې توپیر دی، که روهېت په نیمه پایلوبه کې د نیوزیلېنډ خلاف ښه لوبه وکړي او سلیزه ووهي، ویرات کولي ته لا ورنږدې کېدای شي؛ که هندۍ لوبډله نیوزیلېنډ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې مات کړي او پایلوبه کې روهېټ شرما یو ځل بیا ښه لوبه وکړي؛ نو لرې نه ده چې ویرات کولي به په درجه بندۍ کې دوهم مقام ته راوغورځوي.
روهېت شرما سره په روان نړیوال جام کې پنځه سترو سلیزو پوره مرسته  وکړه، چې د نوملړ دوهم ځای ته یې  ورسوي.
پاکستانی بابراعظم چې نړیوال جام کې ښه وځلېد؛ نو درجه بندۍ کې دریم ځای ته راغی، نیوزیلېنډ راس ټایلر او انګلستانی جو روټ یې شاته کړي دي.
فاف ډوپلیسي تر څلورم مقام، راس ټایلر پنځم او ډېوېډ وارنر شپږم مقام کې دي.
د افغانستان له خوا رحمت شاه زرمتی څلورڅلوېښتم مقام ته راغلی، هغه ۵۶۵ نومرې لري.

شهزاد محمدي ۵۲ م مقام لري او ۵۴۱ نومري لري، نجیب الله ځدران ۶۵ م ځای نیولی او ۵۱۵ نومرې لري، حشمت الله شهیدي ۶۹ م ځای نیولی او ۵۰۴ نومرې لري.
محمدنبي عیسی خېل چې مخکې د څلوېښتو په خانه کې و، اوس ۶۹ م مقام ته رسېدلی دی او ۵۰۴ نومرې لري.
اصغر افغان ۸۲ یایم مقام ته راغلی نومرې یې بیا ۴۷۰ دي، راشدخان ۴۳۹ نومرې لري او ۹۷ یم مقام یې اخېستی او ګلبدین نایب بیا ۹۹ یم مقام ته راغلی دی.
دا اته هغه افغان توپ وهونکي دي، چې د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې وړاندې او وروسته شوي دي، نجیب الله ځدران چې نړیوال جام کې نسبت نورو افغان لوبغاړو ته ښه و، مخکې راغلی دی.