د افغان کابینې غونډه؛ د قرنطین طرحه رد او پر دغو نویو اقداماتو خبرې وشوې

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

راپور: بشر درویش
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه.
ارګ وايي، په دې غونډه کې، لومړی جمهوررئیس غني د کابینې د هغو غړو د کړنو قدرداني وکړه چې د کابینې د غړو په توګه یې دندې پایته رسېدلي او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.
په دې ناسته کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال ته دنده سپارل شوې، چې د قاضي القضات، لوی څارنوال او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په همکارۍ؛ د اجرائیه، قضائیه او مقننه قواوو د اړیکو د تنظیم پر څرنګوالي تمرکز وکړي او د کابینې غونډې ته یې وړاندې کړي.

مسوولینو ته دنده

ولسمشر غني یاده ناسته کې ټولو وزارتونو، دولتي ادارو او والیانو ته دنده وسپارله چې په اجراآتو کې پر شفافیت او د فساد پر مخنیوي تمرکز وکړي ترڅو د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې افغانستان د ژمنو راپور وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتووالی ولري.
ارګ وايي، وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست څخه په هره اونۍ کې د کابینې غونډو د تنظیم په خاطر مننه وشوه او وروسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین غونډې ته په تدریجي او مرحله یي ډول د قرنطین کمولوطرحه وړاندې کړه چې د کابینې له لوري تصویب نشوه.

پر طرحه کتنه

کابینې، عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ؛ یاده طرحه په دریو ورځو کې د عنوان، د بیاکتنې مراحلو او د مراحلو په محتویاتو کې د وضاحت او د کابینې د نورو غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او همداراز د عمل او عامه پوهاوي پلانونه ترتیب او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټې د فوق العاده غونډې تر تائید وروسته راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

101492959 2972194562856766 4909305652649656320 o د افغان کابینې غونډه؛ د قرنطین طرحه رد او پر دغو نویو اقداماتو خبرې وشوې
د کابینې غونډه – ارګ

ارګ همدا راز ویلي؛ د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس د کابینې د مخکینۍ غونډې د لارښوونې پر اساس، کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملي او بین المللي بنسټونو او موسسو د مرستو د منظورۍ په موخه د اندازې (سقف) ټاکلو څرنګوالی غونډې ته وړاندې کړ.
کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د بین المللي بنسټونو د مرستو د منظورۍ او استفادې په موخه وړاندیز شوی سقف له مالیې وزارت سره په تفاهم د وزیرانو د منظورۍ صلاحیت تر (۸۰) میلیون افغانیو او د کابینې د منظورۍ صلاحیت له (۸۰) میلیون څخه د زیاتو افغانیو تصویب کړ او وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د مالي مرستو د لګښتونو څرنګوالي او د جنسي مرستو د تحویلۍ ډول په اړه مالیې وزارت ته راپور ورکړي.

د والیانو معلومات

وروسته، د بامیانو والي د نورو والیانو په استازیتوب د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې؛ کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ولایتونو د اقداماتو او په دې برخه کې د شته خنډونو، پر وخت د استملاک اسنادو د پړاوونو عملي کولو په برخه کې د ستونزو پر شته والي او په یو شمېر ولایتونو کې د سکتوري وزارتونو د رئیسانو د نه استخدام په اړه مفصل معلومات د کابینې غونډې ته وړاندې کړل.
ارګ زیاته کړې؛ کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د بامیانو او نورو والیانو کړنې وستایلې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر دفتر ته یې دنده وسپارله چې پېښو ته د رسېدو لپاره د بودجې د لېږد په موخه، د ولایتونو او هغه وزارت له لوري په دې برخه کې د بودجې د مصرف راپور کې تناقض د غونډې د یادونې پر اساس لمنځه یوسي، ترڅو ولایتونو ته د بودجې د انتقال لپاره اقدامات وشي.
همداراز کابینې والیان موظف کړل چې پخپلو ولایتونو کې د استملاکي اسنادو هر اړخیز راپور چې پیسې یې نه دي ورکړل شوي ترتیب او د لازم تصمیم نیولو په موخه د عدلي او قضایي کمېټې په غونډه کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته واستوي.

ګمارنې دې عاجل پيل شي

په همدې ترتیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ولایتونو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره د هغو ولایتي رئیسانو د ګمارنې په موخه چې تر اوسه نه دي ګمارل شوي عاجل اقدام وکړي.

101615964 2972197196189836 3496398133959589888 o د افغان کابینې غونډه؛ د قرنطین طرحه رد او پر دغو نویو اقداماتو خبرې وشوې
دا غونډه پرون شوې

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ کابینې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټه موظفه کړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له بهرنیو مرستو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه د ولایتونو لومړیتوبونه او اړتیاوې په دوو اونیو کې له هغوی څخه وغواړي او بهرنیو چارو وزارت ته دې وړاندې کړي، همداراز عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې اړتیاوو او د ولایتونو د خطر کچې ته په پام په ولایتونو کې د مرستو د وېش په موخه یو واضح میکانېزم د حکومت د رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په مختلفو ولایتونو کې د دولتي تاسیساتو جوړولو او له هغې ډلې په میدان وردګ، ارزګان، خوست او کندز ولایتونو کې د جوماتونو؛ په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د صنعتي او لوجستیکي فعالیتونو؛ په بغلان، فراه، بامیان، پروان، کونړ، کندز او کابل ولایتونو کې د ودانیو او دولتي بنسټونو د اداري کمپلکسونو جوړولو په موخه له ۱۵ مورده دولتي ځمکو څخه د استفادې حق لېږد غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه