افغان تکواندو لوبغاړي ډک لاس هیواد ته راستانه سول

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلي د چین هیواد په آزادو نړیوالو سیالیو کي دوه بېلابېل مډالونه خپل کړ، چي په یادو سیالیو کي تر لوبېدو او لاسته راوړنو وروسته پرون سې شنبه هیواد ته راغله.
inbound1877944420021613859.jpg
په دې سیالیو کي مډال ګټونکي افغان لوبغاړي د افغانستان اُلمپیک ملي کمېټې له لوري وستایل سول.
د دې کمېټې مسئول حفیظ الله ولي رحیمي د مډال ګټونکو لوبغاړو هڅي وستایلې او هغوی ته ئې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
inbound6844649972604945321.jpg
د چین هیواد په شانګهای ښار کي د ۱۶ هیوادونو څخه د ۴۷۶ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو آزادي نړیوالي لوبي ترسره سوې، چي له افغانستانه پکښي ۶ لوبغاړو سیالۍ ترسره کړې.
په یادو ۶ لوبغاړو کي څلور نارینه او پاته دوې بیا ښځینه لوبغاړي وې، چي له ډلي ئې دوو نارینه لوبغاړو یو د سرو زرو او بل بیا د سپینو زرو مډال وګاټه.inbound8688135082473019.jpgمحسن رضایي په ۵۸ کیلو ګرام وزن کي تر څلورو بریاوو  او یوې لوبي استراحت وروسته د سرو زرو مډال او فرزاد منصوري بیا په ۶۸ کیلو ګرام وزن کي د څلورو بریاوو او یوې ماتي خوړلو سره د سپینو زرو مډال خپل کړ.
inbound3994224085931832777.jpg
ټاکل سوې راتلونکو څلورو میاشتو کي دوه نارینه او دوې بیا ښځینه افغان لوبغاړي د ۲۰۲۰م کا اُلمپیک سیالیو ته د لاري پیداکولو په موخه په چین کي کیدونکو سیالیو کي ګډون وکړي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي هغه وخت د ۲۰۲۰م کال اُلمپیک سیالیو ته لاره پیداکوي، چي په یادو سیالیو کي د سرو زرو او یا هم د سپینو زرو مډال وګټی.

  • د ۲۰۲۰م کال د اُلمپیک لوبي د جاپان په توکیو ښار کي ترسره کیږي.