افغان ساحلي فوټبال ملي لوبډله ټایلینډ ته تللې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د فوټبال ساحلي ملي لوبډله په ۵ اړخیزه لوبو کي د لوبېدو په موخه تېره یکشنبه ټایلینډ هیواد ته ولاړه او پرون سې شنبه ئې هلته تمرینونه پیل کړل.
inbound8698814565291442153.jpg
د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، چي په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون کوربه ټایلینډ، چین، مالیزیا او ویتنام هیوادونه لوبي ترسره کوي.
دا لوبي سبا چهارشنبه پېلیږي او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې دوشنبه پای ته رسیږي.
افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ د ټایلینډ هیواد په وړاندي ترسره کړي.
inbound4452587710411455756.jpg
ټایلینډ ته ۱۶ کسیزه ټیم سفر کړی، چي ۱۲ پکښي لوبغاړي، یو د ټیم روزونکی، د ټیم مشر، ډاکټر او عکس اخیستونکی شامل دي.
inbound4062856691965740294.jpg
۱۲ کسیزه لوبډله کي کاوش حیدري، نوید افغان، زین الدین شریفي، جمیل ناصري، مرتضی جعفري، سمیع الله محمدي، رامز فاروقي، تمیم حیدري، فهیم حیدري، عمران ولیزاده، اُمید همایون او شفیع بعیات شامل دي.