د افغان پریمیر لیګ لوبډلمشران او روزونکي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان سوداګریزکرکت لیګ چې د اکټوبر په پنځمه د جمعې په ورځ پېلېږي، لوبډلمشران او روزونکي یې وټاکل شول.
ننګرهار لوبډله:
NANG د افغان پریمیر لیګ لوبډلمشران او روزونکي
د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشري اسټرالیایي ال راونډر بېن کټېنګ ته ورکړل شوه، روزونکی یې وېنکاتېش پراساد دی او مرستیال روزونکی یې بیا رئیس احمدزی ټاکل شوی دی.
د ننګرهار په لوبډله کې شل لوبغاړي او دوه روزونکي دي.
کابل لوبډله:
KABUL د افغان پریمیر لیګ لوبډلمشران او روزونکي
د کابل لوبډلې لوبډلمشري راشدخان ته ورکړل شوې او روزونکی یې هیت سټریک دی او مرستیال روزونکی یې بیا مجاهد احمدزی دی.
دې لوبډله کې ۱۹ لوبغاړي او دوه روزونکي دي.
پکتیا لوبډله:
PAKTIA د افغان پریمیر لیګ لوبډلمشران او روزونکي
پکتیا لوبډلې لوبډلمشر شهزاد محمدي دی او روزونکی یې دولت احمدزی دی، ۱۷ لوبغاړي او یو روزونکی لري.
کندهار لوبډله:
KANDAHAR د افغان پریمیر لیګ لوبډلمشران او روزونکي
د کندهار لوبډلې لوبډلمشري اصغر افغان ته ورکړل شوې او روزونکی یې کبیرعلي دی او مرستیال عبدالولي حمیدالله دی.
۱۹ لوبغاړي او دوه روزونکي دي.
بلخ لوبډله:
BALKH د افغان پریمیر لیګ لوبډلمشران او روزونکي
او د بلخ لوبډلمشر محمدنبي عیسی خېل دی او روزونکی یې سېمون هېلموټ او مرسیتال یې خالق داد نوري دی.
۱۹ لوبغاړي او دوه روزونکي لري.
د لوبډلو بشپړ نومونه؛ ننګرهار لیوپېرډ یا پړانګان، کابل ځوانان، پکتیا پېنتر یا تور پړانګان، د کندهار نایټس یا قهرمانان او د بلخ لېجېنډس یا بلخي افسانویان.
د ای پی ایل سپانسر یا مالي حقوق د ګلبهار په نامه شرکت واخېست او په همدې وجه سږ کال دغه لیګ د افغانستان ګلبهار پریمیرلیګ تر عنوان لاندې ترسره کېږي.
ټولې پکې ۲۳ لوبې کېږي، چې دوه سیمې فاینلې یا نیمه پایلوبې او یو پایلوبه شاملې دي.
دا لیګ شا اوخوا ۱۷ ورځې دوام کوي.